د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

ناټو له افغانستان سره په امنیتي سیاسي او اقتصادي برخو کې مرستې کوي


له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي او پوځي برخو کې مرستې کوو.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د دې ژمنې ترڅنګ د جمعې په ورځ په بروکسل کې د ناټو او غوڅ ملاتړ د ماموریت د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې ته وویل چې د افغانستان امنیتي وضعیت لاهم له ګواښ سره مخامخ دی خو پرمختګونه شوي دي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

په افغانستاک ې د غوڅ ملاتړ د ماموریت د تمدید په اړه غونډه په بروکسل کې تر غرمې لږ مخکې پیل شوه، په ناټو کې د امریکا استازي دوګلاس لوټ نننۍ ورځ د افغانستان لپاره مهمه بللې ده.

د غوڅ ملاتړ ماموریت د ۲۰۱۵ کال په پسرلي کې په افغانستان کې پیل شو.

د بلجیم په مرکز کې په روانه غونډه کې پردې خبرې روانې دي چې تر ۲۰۱۶ کال وروسته څرنګه دغه ماموریت ادامه پیدا کړي.

په بروکسل کې نن د افغانستان د امنیت لپاره بله دا موضوع مهمه ده چې د ۲۰۲۰ کال په ترڅ کې هم له افغان ځواکونو سره د ناټو او د هغه د ملاتړیو د مالي مرستو پر دوام خبرې کېږي.

په ۲۰۱۲ میلادي کې په شیکاګو کې د ناټو په سر مشریزه کې پرېکړه شوې وه چې تر ۲۰۱۷ میلادي کال پورې له افغان ځواکونو سره د هر کال څه باندې پنځه میلیارډه ډالر کومک وشي، اوس ناټو او ملاتړي یې غواړي چې دغه مرسته د درې نورو کلونو په مخه تمدید کړي.

د بروکسل په پيل شوې غونډې کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم برخه اخیستې ده او تمه ده چې ښاغلی رباني وروسته په یوې خبرې غونډه کط د خبریالانو پوښتونو ته ځوابونه وايي.

XS
SM
MD
LG