نن د افغانستان لپاره د بروکسل غونډه مهمه ده، د ناټو او د هغوی شریکان د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په دې غونډه ګډون کوي.
دوی د افغانستان د امنیت په اړه خبرې کوي، تر غونډې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د راتلونکو کلونو په موده کې د خپلو پوځیانو د حضور په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل.
امریکا په افغانستان کې روان کال او تر هغه وروسته په زرګونو پوځیان ساتي، دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د بلجیم په مرکز بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې پر مهال خبرې غونډې ته د پنجشنبې په ماښام وکړه.
هغه زیاته کړه:
"موږ د غوڅ ملاتړ د ماموریت پرمختګ او له افغان ځواکونو سره د مالي مرستې اړتیا څېړو، همداراز داسې یوه طرحه لرو چې له مخې یې تر دوه زره شپاړس کال وروسته خپل نوی د تغیر وړ سیمه ییز حضور وارزوو، ټینګار کوم چې امریکا به نهه زره اته سوه پوځیان د روان کال په ترڅ کې په افغانستان کې وساتي، امریکا به همداراز پنځه زره پنځه سوه ځواکونه تر هغه وروسته وساتي چې درې زره څلورسوه کسان به د ناټو مسوولیتونو ته وګماري."
ناټو د اوس لپاره په افغانستان کې تر دولس زره ډېر پوځیان د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکات کې لري، دا ماموریت د ۲۰۱۵ کال په پسرلي کې د نږدې څلویښت هېوادو له لورې پیل شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وویل چې نن به د ناټو د بهرنیو چارو وزیران او د هغو هېوادو د بهرنیو چارو وزیران چې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې پوځیان لري د افغانستان د امنیت په اړه خبرې وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني به هم د بروکسل په ننۍ غونډه کې برخه واخلي.
د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو تر غونډې مخکې په ناټو کې د امریکا استازي دوګلاس لوټ خبرې غونډې ته ویلي و چې د ناټو ماموریت په افغانستان کې بشپړ شوی نه دی او د ناټو په سر مشریزه کې چې نږ دې دوې میاشتې وروسته د پولنډ په مرکز اوارسا کې ده له افغان ځواکونو سره تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې د مرستې پر دوام نورې خبرې وشي.
تمه ده چې د وارسا په غونډه کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم ګډون وکړي.
تمه ده چې د وارسا په غونډه کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم ګډون وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وایي چې د بروکسل په روانه غونډه کې به د وارسا غونډې ته بنسټ کېږدو.