د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

شهیم:که افغان ځواکونه بریالي نشي نړۍ هم په امن کې نشي پاتې کیدای


د افغانستان لوی درستیز وايي، که افغان ځواکونه په روانه جګړه کې بریالي نه شي د نړۍ هېوادونه هم په امن کې نه شي پاتې کیدای.

لوی درستیز د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال د بروکسل په غونډه کې له ګډون کوونکو هېوادونو وغوښتل چې افغان ځواکونه په پر ډول، ډول وسلو سمبال کړي.

ټاکل شوې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران د بروکسل د غونډې په دوهمه ورځ د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د افغانستان د امنیتي او سیاسي وضعیت په اړه هر اړخېز بحث وکړي.

په داسې حال کې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د بروکسل د غونډې یو مهم بحث د افغان امنیتي ځواکونو تمویل ګڼي د افغانستان لوی درستیز وايي، که افغان ځواکونه په روانه جګړه کې بریالي نه شي د نړۍ هېوادونه هم په امن کې نه شي پاتې کیدای.

لوی درستیز قدم شاه شهیم وویل چې نړۍ او په ځانګړي ډول د ناټو غړي هېوادونه باید افغانستان په داسې حساسو شرایطو کې یوازې پرېنږدي.

ښاغلی شهیم وايي، افغان حکومت تمه لري چې د ناټو غړي هېوادونه د بروکسل په غونډه کې د افغان امنیتي ځواکونو د ښه تجهیز او سمبالونې رښتینې ژمنه وکړي.

ښاغلي شهیم زیاته کړه:

"د همکارېو په دوام یې هیله لرو چې د هوايي، تسلیحاتي، توپچي او د پرمختللو تجهیزاتو او وسایلو ترڅنګ د ملي اردو د روزنې او سمبالنې په برخه کې د افغانستان خلک یوازې پریینږدي."

د بروکسل غونډه دوه ورځې پنجشنبې او جمعې په بروکسل کې دوام کوي.

تمه ده چې د بروکسل د جمعې د ورځې په غونډه کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان د امنیتي وضعیت ترڅنګ تر اوږده مهاله د افغان امنیتي ځواکونو د مالي تمویل په اړه هم بحث وکړي.

وړاندې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د بلجیم په مرکز بروکسل کې د یوې خبري غونډې پر مهال ازادي راډیو ته ویلي و چې د افغانستان ماموریت د ناټو لپاره ډېر مهم دی.

سټولنبرګ ویلي و چې افغانستان له دوه پلوه دوی ته مهم دی یو دا چې د افغانستان امنیت د دوي له امنیت سره تړلی دی او بل دا چې همدا اوس د ناټو ستر پوځي ماموریت په افغانستان کې روان دی او ناټو د دغه ماموریت په چوکاټ کې تلفات ورکړي او ډېر لګښتونه یې کړي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان لوی درستیز تاکید کوي چې د افغانستان جګړه سیمه يیز او نړیوال اړخونه لري نو لازمي ده چې په دغه مبارزه کې نړیوال خپل مسولیت سرته ورسوي.

دی وايي:

"باور دې وکړي که موږ د افغانستان په جګړه کې بریالي شو هغوی به په امنه فضا کې ژوند وکړي او که په افغانستان جنګ دوام کوي دغو هېوادونو ته به هم زیان ورسوي، زموږ غوښتنه دا ده چې د بین المللي ترهګرو پر وړاندې په هرځای کې چې وي باید پر وړاندې ګډه مبارزه وشي."

په ورته وخت کې یو شمېر پوځي کارپوهان بیا انتقاد کوي چې نړیوال تل د افغان ځواکونو د تمویل او تجهیز ژمنې کوي خو په عمل کې یې تر اوسه څه نه دي کړي.

پوځي کارپوه یوسف امین ځاځی وايي، افغان ځواکونه د نړیوالو له ژمنو سره سره د تجهیزاتو او امکاناتو له پلوه له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او په دې امکاناتو په افغانستان کې د جګړې مخ ته وړل ستونزمن دي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG