د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۸

وردک: د شاهین قول اردو اړوند ۹ولایتونو کې امنیتي ځواکونه برلاسي دي


په شمال کې د شاهین قول اردو قومندان عبدالحمید وردک وایي، د دغه قول اردو اړوند نهو ولایتونو کې امنیتي ځواکونه برلاسي دي.

ښاغلي وردک د ازادي راډيو د حقیقت څه دی له پروګرام سره مرکه کې وویل چې په دغو ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو تر عملیاتو مخکې افغان ځواکونو پراخ عملیات پیل کړي و.

نوموړی په ځانګړي توګه په کندز او بغلان کې د خاصو عملیاتو یادونه کوي چې لاهم دوام لري.

جنرال وردک وایي، په شمال کې د نا امنیو د جوړولو یو ستر لامل د دغو سیمو طبیعي او اقتصادي سرچینو ته د وسله والو لاس رسی دی.

د ازادي راډيو خبریال اسد الله لودین له ښاغلي وردک سره د شمال زون د امنیت په اړه مرکه کړې ده.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:08:12 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG