د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۹

بهزاد: د بروکسل غونډه به اشرف غني او عبدالله ته په زهرو بدله کړو


د ولسي جرګې غړی احمد بهزاد خبر داری ورکوي چې د بروکسل غونډه به پر جمهور رئیس او اجرایي رئیس په زهرو بدله کړي.

په هغه ویډیو کې چې ازادي راډیو تر لاسه کړې احمد بهزاد له خپلو خلکو غواړي چې د بهرنیو ټولو هېوادونو د پارلمانونو مخې ته دې مظاهرې وکړي.

ښاغلی بهزاد په دې ویډیو کې افغان حکومت فاسد ګڼي او په تبعیض او نابرابرۍ یې تورنوي.

په داسې حال کې چې د بروکسل غونډه د افغانستان لپاره د سیاسي او امنیتي پلوه مهمه ګڼل کېږي، د ولسي جرګې یو غړی خبرداری ورکوي چې داغونډه به د افغانستان فاسد حکومت ته په زهره بدله کړي.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازی احمد بهزاد په یوې ویډیو کې چې ازادي راډیو ترلاسه کړي خپلو خلکو ته وايي چې د کابل له مظاهرو وروسته باید په مرستندویو هېوادونو کې هم مظاهرې وشي.

احمد بهزاد په غونډه کې ناستو هزاره ګانو ته وايي، د افغانستان مرستندویو هېوادونو ته باید وښودل شي چې مرستې يې په افغانستان کې پر ځای نه لګېږي.

هغه وايي باید په مرستندویو هېوادونو کې هم مظاهرې وشي
هغه وايي باید په مرستندویو هېوادونو کې هم مظاهرې وشي

هغه زیاته کړه:

"له خپلو خلکو څخه په ټول ازاد جهان کې باید وغواړو چې د کابل له مظاهرو وروسته باید د مرستندویو هېوادونو د پارلمانونو مخې ته، مظاهرې وشي او ورته وویل شي چې د افغانستان فاسد حکومت ستاسې مرستې حیف ومیل کوي."

په ویډیو کې دا نه ده څرګنده چې ښاغلی بهزاد دا ډول څرګندونې ولې کوي خو داسې معلومیږي چې دی کابل ته د سالنګ له لارې د ترکمنستان د وارداتي برېښنا د غځولو په مسیراعتراض لري.

بهزاد د خپلو خبرو په یوې برخه کې و ايي چې دوی په بروکسل کې دا توانايي لري چې لس زره هزاره ګان راټول او د بروکسل غونډه اشرف غني او عبدالله عبدالله ته پر زهرو بدله کړي:

"له اوس څخه اشرف غني او عبدالله ته اعلانوو چې د بروکسل کنفرانس ته درته په زهرو بدل کړو او نړیوالې استیضاح ته مو وبولو، دا توانايي لروچې په بروکسل کې لس زره هزاره ګان راټول کړواو ورته اعلان کړو چې په افغانستان کې تبعیض، نا برابري او ظلم دی."

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازی احمد بهزاد دا خبرې په داسې حال کې کوي چې ټاکل شوې د ناټو د غړیو هېوادونو دوه ورځنۍ ناسته د پجشنبې په ورځ د بروکسل په مرکز، بلجیم کې جوړه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دې غونډه کې به نه یوازې د افغان امنیتي ځواکونو پرتمویل بلکې د افغانستان پرسیاسي او امنیتي وضعیت هم خبرې وشي.

په ورته وخت کې د افغانستان د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وايي، افغانستان د امریکا، ناټو او نړیوالې ټولنې پر ژمنو عمل کړی او د ښاغلي بهزاد خبرې د خلکو په ګټه نه دي.

د بهزاد خبرې د خلکو په ګټه نه دي
د بهزاد خبرې د خلکو په ګټه نه دي

هغه زیاته کړه:

"د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ترمینځ چې تعهدات شوي وو، یوپر یو عملي شوي، د بهزاد درېدل یوازې د خپلو خلکو په ګټو درېدل دي، په دې برخه کې چې هرحرکت کېږي، د خلکو د ګټو پروړاندې درېدل دي."

ښاغلی بهزاد په داسې حال په بروکسل او د نړۍ په نورو هېوادونو کې د هزاره ګانو د مظاهرو خبرې کوي چې د دوشنبې په ورځ کابل د زرګونو هزاره ګانو د مظاهرو شاهد و.

که څه هم دا مظاهرې په سوله ییزه فضا کې وشوې خو د کابل د اوسېدونکو ورځنۍ چارې یې ټکنۍ کړې.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG