د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

ازاد: بروکسل غونډه کې د افغان ځواکونو پر تمویل اوبریا بحث کېږي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د بروکسل په غونډه کې به د افغان ځواکونو د تمویل ترڅنګ د ا فغانستان پرسیاسي او امنیتي وضعیت بحث وشی.

د دغه وزارت یوه ویاند له ازادي راډیو سره په خبرو کې ډاډ ورکړ چې افغان لوری له پوره چمتوالي سره سبا په دغه مهمه ناسته کې ګډون کوي.

افغان حکومت وايي، د بروکسل په غونډه کې چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو د بلجیم په مرکز بروکسل کې جوړېږي خپلې غوښتنې په واضحه توګه د نړیوالو مخې ته کېږدي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د بروکسل د غونډې ډېر بحث به د افغانستان پرامنیتي او سیاسي وضعیت متمرکز وي.

د دغه وزارت یوه ویاند خیرالله ازاد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغان پلاوی به د نورو موضوعاتو ترڅنګ له افغان امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ پلان له نړیوالو سره شریک کړي.

هغه زیاته کړه:

"په دغه غونډه کې به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل د بریالیتوب د هڅو پر څرنګوالي او همدارنګه د افغانستان پرسیاسي امنیتي وضعیت او لاس ته راوړنو هم بحث وشي."

ټاکل شوې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د پنجشنبې په ورځ د بلجیم په مرکز بروکسل کې جوړه او دوه ورځې دوام وکړي.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د پنجشنبې په ورځ د بلجیم په مرکز بروکسل کې جوړ کې جوړېږي
د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د پنجشنبې په ورځ د بلجیم په مرکز بروکسل کې جوړ کې جوړېږي

د افغان حکومت په استازیتوب د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او مل پلاوی یې په دغه غونډه کې ګډون کوي.

د افغانستان د سیاسي او امنیتي وضعیت پر سر بحث، په بېلابېلو برخو کې له نړیوالې ټولنې سره د افغان حکومت د کړو ژمنو ارزونه او تر اوږده مهاله د افغان امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ هغه مهم موضوعات دي چې د بروکسل په غونډه کې به پرې بحث وشي.

تر دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر هم ډاډ ورکړی چې افغان حکومت به له مشخصو برنامو سره د بروکسل او وارسا په غونډو کې ګډون وکړي.

په ورته وخت کې یو شمېر پوځي کارپوهان د بروکسل او وارسا غونډې مهمې بولي خو تاکید یې دادی چې افغان حکومت باید ترې ښه ګټه واخلي.

د پوځي چارو کارپوه یوسف امین ځاځی وايي افغان حکومت باید له نړیوالو تر اوږده مهاله د امنیتي ځواکونو د تمویل د ژمنې ترڅنګ داسې ضمانتونه هم واخلي چې افغانستان ته له نورو هېوادونو د متوجه ګواښونو مخه ونیسي.

افغان حکومت باید له نړیوالو د امنیتي ځواکونو د تمویل ژمنې واخلې
افغان حکومت باید له نړیوالو د امنیتي ځواکونو د تمویل ژمنې واخلې

هغه زیاته کړه:

"موږ ته نړیوال باید یو تضمین راکړي چې افغانستان به با ثباته هېواد وي او د سیمې د هېوادونو او د نړۍ استخباراتي حلقاتو دلته مخنیوی وشي او که چیرته زموږ پوځ نه شي تجهیز کولای موږ باید تضمین ولرو چې د افغانستان خلک د سیمې د هېوادونو لخوا نه ګواښل کېږي."

د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا د بروکسل او وارسا غونډې د افغان امنیتي ځواکونو د مالي تمویل په برخه کې له تر ټول ښه فرصت ګڼي خو شک څرګندوي چې افغان حکومت به له دغو فرصتونو ښه ګټه پورته نه کړي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړی صالح محمد صالح وايي که افغان حکومت د بروکسل او له هغې وروسته د وارسا په مهمه غونډه کې چې د جولای په میاشت کې جوړیږي د نړیوال قناعت ترلاسه نه کړي د افغان امنیتي ځواکونو د تجهیز په برخه کې به له جدي ستونزو سره مخامخ شي.

ښاغلي صالح له ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم له افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ د نړیوالې ټولنې اخلاقي مسولیت وباله خو وايي که افغان حکومت د نړیوالو مرستې سمې مدیرت نه کړي مشکله به وي چې نړیوال تر اوږده مهاله د افغان امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG