د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

د توتاپ پروژې د ولسي جرګې غړي پر دوو ډلو وېشلي


په ولسي جرګه کې د هزاره قوم استازي د شنبې په ورځ د اعتراض په توګه د جرګې له غونډې ووتل.

دوی تاکید کاوه چې د توتاپ د برېښنا د لېږد پروژه دې، د بامیانو له ولایت څخه تېره شي.

د توتاپ د برېښنا پروژې د ولسې جرګې غړي په دوو ډلو ویشلي دي.

دا موضوع د شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې د جرګې ترمنځ په یوه تاوده بحث واوښته.

ځینو ویل، حکومت هیڅ اراده نه لري چې د هېواد مرکزي او په تېره د بامیانو او دایکندي ولایتونو ته، د توپات پروژه ورسوي او ځینو ویل بامیان او دایکندي ولایتونه حق لري چې حکومت ورته ژر ترژره برېښنا ورسوی خو د توتاپ پروژه باید د ټاکل تخنیکي پریکړې له مخې، د سالنګ له لارې کابل ته تېره شي.

د دې بحثونو د تودېدو په نیتجه کې د هزاره قوم ټول استازي د اعتراض په توګه له غونډې ووتل.

د ولسي جرګې رئيس عبدالرووف ابراهیمي هڅه وکړه چې معترض استازي له جرګې ونه وځي، خو ګټه یې ونه کړه:

د توتاپ د برېښنا پروژې د ولسې جرګې غړي په دوو ډلو ویشلي دي.
د توتاپ د برېښنا پروژې د ولسې جرګې غړي په دوو ډلو ویشلي دي.

"مهربانۍ وکړئ په خپلو ځایونو کېنئ، دلته د افغانستان د ملت کوردی، هربحث چې کوو باید خدای او د افغانستان د خلکو لپاره یې وکړو، که تالارد تشنج خواته راکاږو، دا صلاح نه ده."

توتاپ د برېښنا د هغې پروژې نوم دی چې د ترکمنستان برېښنا، د ازبکستان او تاجکستان له لارې افغانستان او پاکستان ته لېږدوي.

له دې وړاندې افغان حکومت ویلي چې د فیشنر جرمنۍ کمپنۍ د سالنګ لاره دغې پروژې ته لنډه او ارزانه بللې او کابینې هم د یادې پروژې پلي کولو ته د سالنګ لاره غوره کړې ده.

د افغان کابینې دغه موافقه د ځینو سیاستوالو او د جمهوري ریاست او اجراييه ریاست د دوو مرستیالانو له غبرګون سره مخ شوه او وروسته بیا د دې پریکړې په ملاتړ او مخالفت کې د هېواد په ځینو ښارونو کې مظاهرې هم وشوې.

دا په داسې حال کې ده چې له دې اعتراضونو وروسته جمهور رئیس اشرف غني په یو ې تلویزیوني وینا کې وویل چې د هېواد د ټولو ولایتونو متوازني پراخیتا ته ژمن دی.

سربېره پردې ښاغلي غنی داهم ویلي یو کمېسیون به وګماري چې د دغې پروژې اسناد وڅېړي او معلومه کړي چې د سالنګ لاره ورته ګټوره ده، که د بامیانو.

دا چې د دغې پروژې پلې کېدل له کومي لارې ګټور دي، د اقتصادي چارو پوه تاج محمد اکبر یې په هکله وايي:

"هغې کمپینۍ چې تخنیکي سروې یې کړې ده، د سالنګ لاریې مناسبه ګڼلې ده، د سالنګ لاره ښه، لنډه او مصرف يې هم کم دی، دغه ساحه چې پوښښ لاندې کوي په لږ وخت کې برښنا رسولی شي."

افغان حکومت د بامیانو اوسیدونکو ته ډاډ ورکوي چې دغه ولایت ته د برېښنا رسول د حکومت په لومړیتوبونو کې دي خو ځنډ ول یې، د هېواد او ټولنې په ګټه نه دي.

راپورخان: محمد سیند

XS
SM
MD
LG