د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

عثماني: د اوس لپاره د توتاپ برېښنا پروژې لارې بدلېدو امکان نشته


د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، وضعیت ته په کتو د اوس لپاره د توتاپ په نوم د برېښنا پروژې د لېږد په لارې کې د بدلون امکان نشته.

د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې که دا پروژه د سالنګونو پر ځای د بامیان له لارې تطبیق شي نو دولسو ولایتونو ته د برېښنا په لېږد کې به ځنډ راشي.

د اوبو او انرژۍ وزیر وایي، د سالنګ له لارې د توتاپ په نوم د برېښنا د لېږد کار لږ وخت او لګښت نیسي او په وینا یې د اوس لپاره ددغې لارې د بدلېدو امکان نشته.

علي احمد عثماني د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې که چېرته د دغې پروژې د عملي کېدو په لاره کې بدلون راځي نو، د کابل په ګډون دولس ولایتونه به د برېښنا له ځنډ سره مخامخ شي.

هغه زیاته کړه:

"د اسیا پراختیایي بانک او جاپان وضعیت ته په کتو زموږ څخه غوښتنه وکړه چې د اپریل تر پایه د موضوع په اړه پریکړه وشي، که نه نو د پروژې تمویل به له ستونزو سره مخامخ شي، دغه موضوع د افغانستان کابینې ته راجع شوه او پریکړه و شوه چې مخکیني لاره یعنې د سالنګ لاره یو وار بیا تثبیت شي او د اوس لپاره وضعیت ته په کتو د لارې د بدلولو امکان نشته."

ښاغلی عثماني وایي، له بامیان څخه سالنګ ته د توتاپ پروژې د لارې بدلول د دغې پروژې د تمویلونکو پریکړه وه او هیڅ سیاسي اړخ نه لري.

په همدې حال کې د برېښنا شرکت تجارتي رئیس میرویس عالمي خبریالانو ته د وینا پر مهال په کابل کې د برئښنا د پرچاوۍ د مخنیوي لپاره د سالنګ له لارې ددغې پروژې پر عملي کېدو ټینګار وکړ.

"تېر ژمی موږ پنځوس فیصده پرچاوۍ لرلې، تاسو فکر وکړی دوه کاله وروسته دغه پرچاوۍ اویا فیصده ته رسېږي، تاسو به هیڅ برېښنا و نه لري خو دغه مزی باید و رسېږي او ډېر مهم دی."

توتاپ د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان د۵۰۰ کلیو ولټه واردادتي برېښنا د لېږد پروژه ده.

د اوبو او انرژۍ وزیر وایي، د فیشنر په نوم کمپنۍ لومړی د بامیان لاره د دغې پروژې د تطبیق لپاره سروې کړې وه چې وروسته بیا په ۲۰۱۳ کال کې د دغې پروژې د تمویلونکو په غوښتنه د سالنګ لاره غوره و ګڼل شوه او د ملي وحدت حکومت کابینې هم په وروستۍ غونډې کې پر دغې لارې هوکړه وکړه.

خو د جمهوري ریاست او اجراییه ریاست دویمو مرستیالانو سرور دانش او محمد محقق پر دې پرېکړې اعتراض څرګند کړی او د توتاپ پروژې د لارې په اړه یې د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.

د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني بیا وایي چې د آسیا پراختیایې بانک ژمنه کړې چې د پروان له پشتې سرخ څخه به بامیان ته د ۳۰۰ میګاواټ برېښنا د لېږد پروژه تمویل کړي.

اخوا د بامیان والي طاهر زهیر وایي د اوبو او انرژۍ وزارت د ماسټر پلان له مخې مرکزي ولایتونه ته د برېښنا د لېږد کار به تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې دوام وکړي او په خبره یې چې توتاپ یادو سیمو ته د بریښنا رسولو تر ټولو چټکه پروژه ده:

"که توتاپ له بامیان او ښکارې درې څخه تېر شي نو کولای شي تر نورو پیشبیني شویو مواردو بامیان او نورو مرکزي ولایتونو ته برېښنا ورکړي."

افغانستان د کافي ظرفیت په درلودلو سره لا هم د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې خپله اتیا فیصده بریښنا لا ګاونډيو هېوادونو واردوي.

د دغې ستونزې د حل لپاره به و به لیدل شي چې آیا حکومت به له ژمنې سره سم د سږ کال په جریان کې ۲۱ بندونه جوړ کړای شي او که څنګه.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG