پاکستان د تښتوونکو له منګولو څخه د دې هېواد د پخواني وزيراعظم او د پيپلز پارټۍ د جګپوړي غړي سيد يوسف رضاګيلاني د زوى حيدرګيلاني د ازادولو په لړ کې د افغان ځواکونو او ناټو هڅې ستايلې دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان او امريکايي ځواکونو تېره ورځ د افغانستان د پکتيکا په ګيلان سيمه کې د ګډو عملياتو په ترڅ کې د پاکستان د پخواني وزير اعظم زوى حيدر رضا ګيلاني د تښتوونکيو له منګولو ازاد کړ.
افغان حکومت د چهارشنبې په ورځ نوموړى په کابل کې د پاکستان سفير ته وسپاره، چې بيا وروسته د وزير اعظم نواز شريف په ځانګړې طيارې کې لاهور ته راوستل شو.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د پخواني وزير اعظم د زوى د ازادولو په لړ کې د افغان ځواکونو او ناټو هڅې ستايلي او هيله يې ښودلې چې درې واړه هېوادونه کولاى شي له سيمې څخه د ترهګرۍ د ختمولو لپاره ګډ کار وکړي.
د ياد وزارت له خوا د چهارشنبې په ورځ په يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي:
"د پاکستان مشرتابه د حيدر رضا ګيلاني په خوندي توګه ازادولو او پاکستان ته يې د فوري توګه لېږلو په لړ کې د افغان او ناټو ځواکونو ژورې او بريالې هڅې ستايي."
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت همدا شان هيله ښودلې چې درې واړه هېوادونه په سيمه کې د ترهګرۍ د مخنيوي او ختمولو لپاره ګډ کار کولاى شي او وايي:
"ترهګرو ته به اجازه ورنه کړو، چې حکومتونه يرغمال وساتي."
علي حیدر رضا ګېلاني د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان سفیر ته وسپارل شو او په دې اړه مراسم د افغانستان د دفاع وزارت په انګړ کې جوړ شوی وو.
رضا ګیلاني پاکستان ته تر راتلو دمخه د هغو ټولو ځواکونو هڅې وستایلې چې د دغه د ژغورنې په عملیاتو کې یې برخه اخیستې وه او همدا راز يې د سيمې د ثبات لپاره د افغان حکومت د هڅو يادونه و ستاينه هم وکړه.
علي حیدر رضا ګیلاني درې کاله وړاندې د پاکستان د ملتان ښار خرم ټاون له سیمې څخه هغه وخت نامعلومو کسانو تښتولی و، چې د خپل ګوند "پیپلز پارټۍ" لپاره په انتخاباتي کمپاین لګیا وو.
د يادونې وړ ده، چې د حيدر رضا ګيلاني د استقبال لپاره د هغه د کورنۍ ډېرى غړي د لاهور هوايي ډګر ته ورغلي وو او د رسنيو د راپورونو له مخې، دا مهال په لاهور کې د هغه په کور کې جشن روان دى.
راپور: ذبيح مومند