د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

افغان حکومت د "رضا ګیلاني"زوی د پاکستان سفیر ته وسپاره


افغان حکومت د پاکستان د پخواني صدراعظم یوسف رضا ګیلاني ازاد شوی زوی نن په کابل کې د پاکستان سفیر ته وسپاره.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې علي حیدر رضا ګیلاني یې دوه ورځ وړاندې د پکتیکا ولایت په ګیانې ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو په نتیجه کې د برمته کوونکو له منګولو ازاد کړی.

ښاغلي ګیلاني د ټولو هغو لورو ستاینه وکړه چې د ده په خلاصون کې مرسته کړې وه.

د پاکستان د پخواني صدراعظم زوی چې دوه ورځې وړاندې افغان او بهرنیو ځانګړو ځواکونو د تښتوونکو له منګلو ازاد کړ، وايي د افغان حکومت دا اقدام څرګندوي چې د سیمې د امنیت د ټینګښت لپاره هڅې کوي.

علي حیدر رضا ګېلاني د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان سفیر ته وسپارل شو او په دې اړه مراسم هم د دفاع وزارت په انګړ کې جوړ شوی وو.

رضا ګیلاني د ټولو هغو ځواکونو هڅې وستایلې چې د دغه د ژغورنې په عملیاتو کې یې برخه اخیستې وه.

"زه د افغان حکومت او ځواکونو د هڅو ستاینه کوم او مننه ترې کوم او زما د خلاصېدو په برخه کې د افغان حکومت هڅې د دې ښکارندوي کوي چې افغان حکومت په سیمه کې د ثبات د ټینګښت لپاره هڅې کوي او زه همدا راز له امریکايي ځواکونو هم مننه کوم چې زما په خلاصېدو، روغتیايي حالت او رسېدو لپاره یې راسره مرسته وکړه."

د پاکستان د پخواني صدراعظم یوسف رضا ګیلاني زوی علي حیدر رضا ګیلاني درې کاله وړاندې د پاکستان د ملتان ښار خرم ټاون له سیمې هغه وخت نامعلومو کسانو تښتولای و چې د پیپلز ډلې لپاره په انتخاباتي کمپاین لګیا وو.

د پاکستان د پخواني صدراعظم یوسف رضا ګیلاني زوی علي حیدر رضا ګیلاني درې کاله وړاندې د پاکستان د ملتان ښار خرم ټاون له سیمې هغه وخت نامعلومو کسانو تښتولای و چې د پیپلز ډلې لپاره په انتخاباتي کمپاین لګیا وو.
د پاکستان د پخواني صدراعظم یوسف رضا ګیلاني زوی علي حیدر رضا ګیلاني درې کاله وړاندې د پاکستان د ملتان ښار خرم ټاون له سیمې هغه وخت نامعلومو کسانو تښتولای و چې د پیپلز ډلې لپاره په انتخاباتي کمپاین لګیا وو.

حیدر ګیلاني له اوږدې ږېرې، د سر له ببرو ویښتانو او د مخ له تښتیدلي رنګه داسې ښکارېده لکه چې په بند کې یې سختې شپې ورځې تېرې کړي وي، خو نوموړي خپله دا ونه ویل چې په بند کې څه حالت په تېرېدل.

حیدر رضا ګیلاني دوه ورځې وړاندې د پکتیکا ولایت په ګېانې ولسوالۍ کې د افغان او بهرنیو ځانګړو ځواکونو له خوا د پلان شوېو عملیاتو په ترڅ کې له القاعده او نورو وسله والو ډلو له منګلو څخه ژغورل شو.

د دفاع وزارت لوی درستیز قدم شاه شهیم پاکستاني لوري ته د ښاغلي ګېلاني د سپارلو په غونډه کې وویل چې افغان ځانګړو ځواکونو دغه عملیات د کشفي ارګانونو د معلوماتو په اساس کړي دي.

د دفاع وزارت لوی درستیز قدم شاه
د دفاع وزارت لوی درستیز قدم شاه

ښاغلي شهیم زیاته کړه:

"زموږ کشفي ارګانونو راپور راکړ چې دوی دلته یو مرکز جوړ کړی، د ځانګړو عملیاتو پلان مو ونیو او د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو له خوا ترسره شول، دالقاعده شبکې هغه غړي چې مقاومت یې کاوه، و وژل شول، له نېکه مرغه موږ دا ځوان ژوند او روغ رمټ راخلاص کړ او نن ورځې یې په رسمي توګه د پاکستان ولس ته سپارو."

په کابل کې د پاکستان سفیر ابرار حسین د افغانستان له حکومت، له افغان ولس او په ځانګړي توګه له افغان ځوکونو څخه مننه وکړه چې د علي حیدر رضا ګیلاني په راخلاصون کې یې په ځان خطر منلی و.

ښاغلي حسېن زیاته کړه:

"زه له افغان حکومته مننه کوم او مننه کوم د افغان د خاصو ځواکونو څخه چې زما د ورور د نجات لپاره یې ډېرې هڅې وکړې او همدا راز له ټولو افغانانو مننه کوم چې د زما د ورور په ژغولو او موږ ته د هغه په سپارلو کې مرسته او مهرباني وکړه."

افغان حکومت د "رضا ګیلاني"زوی د پاکستان سفیر ته وسپاره
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:58 0:00

د چارو کارپوهان وايي، که د پولي هغې غاړې ته هم د تروریستي ډلو په وړاندې ورته عملیات وشي لرې نه ده چې دواړه هېوادونه به د ورانکاری فعالیتونو په وړاندې د پام وړ ګټې تر لاسه کړي.

څیړونکی ناظم ګل وايي چې له دې لاسته راوړنې باید پاکستان حکومت ډیر څه زده کړي او د ښه او بد تروریست توپیر نور له ذهنه وباسي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG