د پاکستان د پخواني وزيراعظم او د دې هېواد د پيپلز ګوند د غړي سيد يوسف رضا ګيلاني زوى چې څو کاله وړاندې تښتول شوى و، په افغانستان کې موندل شوى دى.
د پاکستان د خارجه چارو وزارت په افغانستان کې د پاکستان د پخواني وزير اعظم د زوى د موندنې پخلى کړى او وايي چې نوموړى په افغانستان کې د افغان ځواکونو د پوځي عملياتو په نتيجه کې موندل شوى دى.
دغه وزارت د سې شنبې په ورځ په يوې خپرې کړې خبر پاڼه کې ويلي:
"د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز ته ټليفون کړى او هغه ته يې ويلي چې د پخواني وزيراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني زوى حيدر ګيلاني په غزني کې د افغان او امريکايي ځواکونو د ګډو عملياتو په نتيجه کې موندل شوى دى."
خبرپاڼه زياتوي چې ښاغلى حيدر ګيلاني به تر طبي معايناتو وروسته پاکستان ته راشي.
له بلې خوا د پاکستان د پيپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري هم پر خپلې ټويټر پاڼې په افغانستان کې د حيدر ګيلاني د خوشې کېدو پخلى کړى.
له عين حال کې د پيپلز پارټۍ جګپوړي غړي قمر زمان کاېره له "جيو نيوز" تلويزيون سره د خبرو پر مهال د حيدر ګيلاني په موندنې خوښي وښوده او همداراز د افغان حکومت مننه هم وکړه:
"دا د ډېرې خوښۍ لمحه ده چې تر درېو کالو وروسته ګيلاني کورنۍ ته د هغه ورک شوى زوى په لاس ورځي، زه د خپلو امنيتي ادارو په ځانګړې توګه د افغانستان او هغو ټولو خلکو مننه کوم چې د رضا ګيلاني موندنه کې يې مرسته کړې ده او هلې ځلې کړي دي."
که څه هم د پاکستان د خارجه چارو وزارت او د پيپلز پارټۍ چارواکو په افغانستان کې د افغان او امريکايي ځواکونو د ګډو عملياتوت په نتيجه کې د حيدر رضا ګيلاني د موندنې پخلى کړى، خو تر دې دمه يې لا څه نه دي ويلي چې حيدر ګيلاني يې د کومې وسله والې ډلې له منګلو ازاد کړى دى؟
د يادونې وړ ده چې نامعلومو کسانو د پاکستان د پخواني وزيراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني زوى حيدر ګيلاني په ٢٠١٣میلادي کال کې د پنجاب ايالت په ملتان سيمه کې له خپل کوره تښتولى و.
راپور: ذبيح مومند