د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۰

ولي: په کندز کې له طالبانو نیول شوي سیمې بېرته طالبانو نیولي


د کندز د ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي چې په دې ولایت کې د دولتي ځواکونو عملیات ناکامه دي او کومې سیمې چې دولتي ځواکونو له وسله والو طالبانو څخه تصفیه کړي وې، اوس بېرته د وسله والو طالبانو ولکې ته ورغلي دي.

دوی وايي چې دوې اوونۍ وړاندې د افغان ګډو ځواکونو د چهاردرې ولسوالۍ ډېرې سیمې د وسله والو طالبانو له شتون څخه تصفیه کړي وې، خو د امنیتې پوستو د نه جوړولو له کبله اوس مهال تصفیه شوې سیمې بېرته د وسله والو طالبانو ولکې ته ورغلي دي.

د چهاردرې ولسوالي د کندز ښار ته نږدې موقعیت لري په یاده ولسوالۍ کې له څو کلونو راهیسې جګړه دوام لري چې ګڼې سیمې یې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوي چې پرمهال یې خلکو ته ډېر زیانونه هم اړولي.

په دې اړه د کندز د ولایتي شورا غړي امرالدین ولي له ازادي راډيو سره په خبرو کې داسې وویل:

"کومې سیمې چې دولتي ځواکونو تصفیه کړي وې، په خواشینۍ سره باید ووایم چې هغه سیمې بېرته د وسله والو طالبانو ولکې ته ورغلي دې، ځکه هلته دولتي ځواکونو امنیتي پوستې نه وې جوړي کړي."

بلې خواته د کندز د ولایتي شوار یوه بل غړي غلام رباني رباني بیا وايي چې اوس مهال یوازې د کندز مرکز په ګډون د شپږو ولسوالیو مرکزونه د دولتي ځواکونو په کنټرول کې دي او پاتې سیمو کې وسله والو طالبان حاکمیت لري:

"موږ هم کله چې له پوځي چارواکو څخه پوښتنه کوه، دوی موږ ته خپل پوځي تکتیکونه وړاندې کوي، خو دا ډېر پېچلی جنګ دی چې دوام لري."

خو په ورته وخت کې، د کندز د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر محمد معصوم هاشمي ساپی بیا وايي چې دوی په هغو سیمو کې امنیتي پوستې جوړوي چې هلته اړټیا وي:

"موږ په هغو سیمو کې پوستې جوړوو چې هلته اړټیا وي او په یوشمېر سیمو کې زموږ ځواکونو تصفیوي عملیات ترسره کوي او هلته دښمن ته کلکه ضربه ورکوي او بېرته له سیمې څخه راوځي."

د کندز ولایت د اوسېدونکو په وینا، څه باندې یو میاشت شوه چې په دې ولایت کې دولتي ځواکونو د شفق په نوم تصفوي عملیات پیل کړي وو، خو تراوسه پورې د کندز ښار پورې اړوندې سیمې یې هم د طالبانو له شتون څخه نه دې تصفیه کړي، دوی همدارنګه وايي ددغې جګړي له کبله څه باندې ۲ زره کورنۍ هم له خپلو سیمو څخه بې ځایه شوي دي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG