د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

وزیري: کندز ته د نورو سرتېرو استولو اړتیا نشته


د افغانستان دفاع وزارت وايي، په کندز ولایت کې له وسله والو طالبانو سره د جګړې ډګر ته به اضافي سرتېري وانه ستوي.

افغان چارواکي وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې یې په کندز کې د وسله والو طالبانو حملې په شاتمبولي او درنه مرګ ژوبله یې وراړولې ده.

له بلې خوا د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ او شاوخوا سیمو کې یې هم د وسله والو مخالفینو پرضد د پوځي عملیاتو خبرونه رارسېږي.

په داسې حال کې چې د افغانستان د دفاع او کورنیوچارو وزیران د وسله والو طالبانو پرضد د عملیاتو د لیدو لپاره پرون کندز ته تللي و، د دفاع وزارت ویاند وايي، د هېواد ملي امنیتي ځواکونه په کندز کې پر حالاتو بشپړ کنټرول لري.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، که څه هم دفاع وزارت د بېړنیو حالاتو لپاره اضافي ځواک لري، خو دا مهال کندز ته د نورو سرتېرو د استولو اړتیا نشته:

دا مهال کندز ته د نورو سرتېرو د استولو اړتیا نشته
دا مهال کندز ته د نورو سرتېرو د استولو اړتیا نشته

هغه زیاته کړه:

"هلته په کندز کې زموږ پامیر شلمه فرقه ده، په مزارشریف کې زموږ ۲۰۹ شاهین قول اردو دی، په کندز کې کوماندو ځواکونه دي، زموږ ضربتي قطعات، د شپې د عملیاتو لپاره خاص قطعات چې موږ ځانګړي قطعات ورته وایو، که چېرته ضرورت وي نو د دفاع وزارت لپاره مشکل نشته چې هلته نور قوتونه ولیږو، خو هلته کافي ځواکونه موجود وو او موجود دي."

وسله والو طالبانو تېره اوونۍ پر کندز ښار، چاردرې او قلعه زال ولسوالیو له څو خواوو پراخې حملې وکړې خو چارواکو وروسته وویل چې دا حملې یې شنډې کړي او وسله وال یې له هغو سیمو په شا تمبولي دي چې سنګرونه یې په کې جوړ کړي وو.

دې پوښتنې ته چې که د کندز د دفاع لپاره کافي اندازه ځواکونه په سیمه کې وو، نو طالبانو یوه اوونۍ مخکې څنګه ناڅاپه په ځینو برخو کې پرمختګ وکړ، ښاغلي وزیري په ځواب کې وویل:

"دا یوه ستره توطئه وه، کله چې طالبانو د عمري په نوم عملیات اعلان کړل، نو له ټولو ولایتونو څخه یې طالبان، نور مخالفین او حتی بهرني جنګیالي د کندز لپاره راټول کړي وو، هغو پلان لاره چې پر کندز ډله ییز برید وکړي او ولایت ته سقوط ورکړي او پر شپږو ولسوالیو یې بریدونه کړي وو چې ویې نیسي، خو تاسو ولیدل چې زموږ قوتونو د دوی حملې شنډې کړې او ډېر تلفات یې هم ورواړول او هغو د تېښتې په حال کې دي."

د دفاع وزارت ویاند همداراز یادونه وکړه چې په وروستۍ جګړه کې طالبانو د کندز ولایت هیڅ کومه سیمه نه ده نیولې.

ښاغلی وزیري زیاته کړه چې دا مهال د هېواد په دیارلسو ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو پرضد شپاړس پوځي عملیات روان دي.

په همدې حال کې د بدخشان ولایت چارواکي د وردوج ولسوالۍ د بېرته نیولو په مقصد د عملیاتو د پیلېدو خبر ورکوي.

وردوج او یمګان ولسوالۍ له تېرکال راهیسې د وسله والو په ولکه کې دي.

د بدخشان والي مرستیال ګل محمد بېدار ازادي راډیو ته وویل، د وردوج ولسوالۍ او د څو څېرمه سیمو د بېرته نیولو لپاره عملیات له دوو ورځو راپه دې خوا پیل شوي دي او هوايي ځواک یې پر ځینو سیمو بمباري هم کړې.

د ښاغلی بېدار په وینا په سیمه کې له وسله والو مخالفینو درې پوستې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

بېدار وویل، وروسته له دې چې وردوج او شاوخوا سیمې یې له وسله والو طالبانو څخه پاکې شي افغان ځواکونه به د یمګان ولسوالۍ پر لور پرمختګ وکړي.

د بدخشان مرستیال والي ګل محمد بېدار زیاته کړه، په دې عملیاتو کې چې د چارشنبې په ورځ پیل شول، لس وسله وال طالبان مړه او ټپیان شوي او همداراز یو افغان سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG