د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

د نورو ورځو په پرتله اوس مهال کندز کې وضعیت نورمال دی


د کندز ولایت یوشمېر اوسېدونکو له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د تېرو څو ورځو په توپېر اوس مهال په دې ښار کې وضعیت کاملاً نورمال دی او ټول خلک پر خپل کار و بار مصروف دي.

د دې ولایت اوسېدونکي له مرکزي حکومته غواړي، څو د دې ولایت شاوخوا سیمې د وسله والو طالبانو له شتونه تصفیه کړي چې د کندز ښار د سقوط له ګواښ څخه وژغورل شي.

د کندز ښار څو تنو اوسېدونکو، د دې ولایت د اوسني وضعیت په اړه وايي:

"اوس مهال په کندز ښار کې وضعیت ښه دی او ټول خلک پر خپل کار و بار بوخت دي، خو باید دولت د دې ولایت امنیتي وضعیت ته پاملرنه وکړي.

-د نورو ورځو په پرتله نن په کندز کې وضعیت ډاډمن دی او په ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه هم ډېره ده، حکومت باید دغه ولایت د طالبانو له شتونه پاک کړي."

په همدې حال کې د کندز سیمه ییز چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو د طالبانو ستر پوځي عملیات ته یې ماته ورکړه او ډېر ژر به د دې ولایت ټولې سیمې د وسله والو طالبانو له شتونه تصفیه کړي.

په همدې حال کې د کندز سیمه ییز چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو د طالبانو ستر پوځي عملیات ته یې ماته ورکړه
په همدې حال کې د کندز سیمه ییز چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو د طالبانو ستر پوځي عملیات ته یې ماته ورکړه

د کندز د امنې قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ وویل:

"اوس مهال په کندز کې وضعیت ښه دی ټول خلک پر خپل کار و بار مصروف دي، خو د هېواد دښمنان بې ځایه تبلیغات کوي، تاسې ګورې چې په ښار کې وضعیت ډېر نورمال دی."

د نورو ورځو په پرتله اوس مهال په کندز کې وضعیت نورمال دی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:17 0:00

د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ وسله والو طالبانو د دې ولایت په شپږو ولسوالیو او مرکز باندې د عمرې په نوم ستر پوځي عملیات پیل کړي وو چې دولتي ځواکونو له ماتې سره مخامخ شو، خو لا هم د دې ولایت په ولسوالیو او د مرکز په شاوخوا نږدې سیمو کې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ جګړه جریان لري.

راپور: اجمل آرین

XS
SM
MD
LG