د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

جامعه باز: کندز او د وحشت بیا تکرار


د ملکي مرګ ژوبلې د زیاتیدو په اړه اندیښنې او د کندز په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې د جګړو زیاتیدل، د کابل چاپ د نننیو ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دي.

سرخط ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د جګړې لمنه پراخه شوې خو قربانیان یې ملکیان دي.

په سرمقاله کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې په اړه د یوناما درې میاشتنې څیړنیز راپورته اشاره شوې او ویل شوي چې د ۲۰۱۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۶۰۰ ملکیان وژل شوي او ۱۳۴۳ نور ټپیان شوي دي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، د ملکي مرګ ژوبلې عمده لامل دا دی چې د وسله والو مخالفینو په ګډون بېلابېلې ډلې د جګړې پر مهال د ملکیانو خوندیتوب ته پام نه کوي.

د ورځپاڼې په باور، په اکثرو جګړو کې د ملکي خلکو له کورونو نه د سپر په توګه کار اخیستل کیږي او په داسې حالت کې طبیعي خبره ده چې د ملکیانو مرګ ژوبله زیاتیږي.

د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي شعارونه او عمل، دا د سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی.

په سرمقاله کې راغلي، د ملکیانو د وژنې د مخنیوي په هدف د وسله والو مخالفینو او حکومت ژمنو تر اوسه عملي بڼه نه ده غوره کړې.

د سرمقالې لیکوال ویلي، د ملکیانو د مخنیوي په هدف باید وسله وال مخالفین او حکومت په عامه تائسیساتو حملې بندې کړي او هغو سیمو کې دي جګړه نه کوي چې د ملکیانو ګڼه ګوڼه په کې ده.

جامعه باز ورځپاڼې بیا د کندز ناامنیو ته اشاره کړې او خپلې سرمقالې ته یې دا سرلیک ورکړی چې کندز او د وحشت بیا تکرار.

په سرمقاله کې راغلي چې له دریو ورځو را په دې خوا د کندز ښار په شااوخوا او یو شمېر ولسوالیو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

د سرمقالې لیکوال ویلي، د کندز ښار په منځ کې د ډزو غږونه اوریدل کیږي او داسې ښکاري چې طالبان بیا غواړي د کندز ښار په چوک خپل بیرغ ورپوي.

د ورځپاڼې په باور په تیر کال کې د کندز ښار موئقت سقوط حکومت ته په لوړه بیه تمام شو او اوس به اجازه ورنه کړي چې بیا دغه تجربه تکرار شي.

کابل پوسټ بیا په خپله سرمقاله کې د کندز د ولایتي شورا د غړو نظر را اخیستی چې ویلې یې دي، که حکومت د کندز امنیت ته پام ونه کړي، ممکن بیا د طالبانو لاس ته ولوېږي.

په سرمقاله کې راغلي، حکومت ته په کار ده چې خپل ټول قوت د کندز د دفاع لپاره وکاروي او د کندز په برخه لیک بیا لوبه ونه کړي.

XS
SM
MD
LG