د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

د لوګر د مهاجرینو پر ښارګوټي دعوې روانې دي


د لوګر په ولایت کې له بهره هغه نوي راستانه شوي کډوال چې ځايي ادارې ورته د یاد ولایت د خوښۍ په ولسوالۍ کې د کورونو د ابادولو لپاره یوه، یوه نمره ځمکه ورکړې وايي چې په هغه ښارګوټي کې یو شمېر ځايي خلک ورته د کورونو د ابادولو اجازه نه ورکوي.

دوی وايي، د ولایتي شورا د یو غړي په ملاتړ د خوښۍ سیمه وال د ښارګوټي په سیمه کې د ۱۶۰۰ جریبه ځمکې د شخصي ملکیت دعوه کوي او دوی په خپلو ټاکلو سیمو کې ابادیو ته نه پرېږدي.

د مهاجرینو د اتحاديې مشر صالح محمد وايي چې دوی ته ستونزه د سیمه والو په ګډون په خپله حکومت هم جوړه کړې ده، ځکه ښارګوټی په اته زره جریبه ځمکه کې دی او هلته دا ځمکه بې دعوې پرته ده، خو ځايي ادارې دا سپینه ځمکه يې هم په دعوه ګیره ځمکه پورې تړلې ده.

صالح محمد زیاتوي:

"د خوښۍ ولسوالۍ یو څو اشخاص دي چې د دې ولسوالۍ په حدودو کې د ځمکې د ملکیت دعوه کوي، زموږ ګیله داده چې دوی د ۱۶۰۰ جریبه ځمکې دعوه لري او موږ دې خواته اته زره جریبه ځمکه لرو پاکه پرته ده، هېڅ دعوه په کې نشته خو ماته يې څوک نه راتوزیع کوي، د دې مسوولیت د دولت له غاړې ده."

یو تن راستون شوی کډول لمبات وايي چې د ځمکې د ملکیت سپینول د حکومت کار دی، خو د مهاجرینو ریاست او وزارت دا جنجال هم د دوی غاړې ته وراچولی دی:

"د مهاجرینو ریاست او وزارت خپل کار پر موږ باندې کوي، دا ځمکه باید دوی ځان ته سپینه کړي، دوی باید د خپلې ځمکې غم خوړولی وای، کله چې انتقال شوه، نو دوی يې ولې پوښتنه ونکړه، ولې خپل حدود اربعه ځانته نه مالوموي."

د لوګر د ولایتي شورا غړی قیوم خوشیوال د ده پر وړاندې دا ادعا چې دی سیمه وال تحریکوي او د مهاجرینو د ښارګوټي د پلي کېدو پر وړاندې خنډونه ایجادوي دسیسه بولي او زیاتوي چې د ځمکې د ملکیت د تثبیت لپاره باید حکومت خپل مسوولیت اداء کړي:

"دا صرف او صرف یوه ادعا ده، خلک ټول زما دي او زه د خلکو خدمتګار یم، هېڅکله زه د خلکو د کورونو پر وړاندې خنډ نه جوړیږم او نه جوړیدای شم، حکومت مسوول دی چې هره ځمکه که پرې دعوه وي، هغه ختم او تصفیه کړي، حق حقدار ته ورسوي یا ځمکه ورته ورکړي."

بلخواد لوګر مرستیال والي قمرالدین شکیب د خوښۍ په ولسوالۍ کې د مهاجرینو پر ښارګوټي دعوې او جنجالونه مني او وايي چې د دې مسالې د سپیناوي لپاره ولسمشر اشرف غني هیئت ټاکلی چې په لنډو ورځو کې به لوګر ته ورشي، دا مساله به له نږدې وڅېړي او د پلي کېدو په اړه به يې پریکنده فیصله وکړي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG