د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

ارګ: د اعدام حکم به د اساسي قانون له مخې توشیح شي


جمهوري ریاست وایي، په اعدام د محکومو کسانو حکم به د افغانستان د اساسي قانون او د ملګرو ملتونو د مدني او سیاسي حقوقو د کنوانسیون له مخې توشیح شي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي دا خبره نن پنجشنبې ازادي راډیو ته د اعدام له حکم سره د بخښنې د نړیوال سازمان د مخالفت په ځواب کې وکړه.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون سره له دې چې د مجرمینو د مجازاتو غوښتنه کوي خو د عدالت پر مراعتولو هم ټينګار کوي.

وروسته له دې چې د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان له ولسمشره وغوښتل چې په اعدام د محکومو زندانیانو حکم توشیح نه کړي، جمهوري ریاست وایي، دا جزا د افغانستان په اساسي او جزایې قوانینو کې ځای لري.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې حکومت په اعدام د محکومو وسله والو د دوسیې په څېړنو کې دقت او عدالت ته پوره پام کوي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:

"موږ د افغانستان د اساسي او جزایې قوانینو په چوکاټ کې چې د لوېو جرمونو پر وړاندې یې اشد مجازات جایز بللي، عمل کوو. تر ټولو مهمه دا چې د ملګرو ملتونو د مدني او سیاسی حقونو کنوانسیون هم زموږ لپاره اهمیت لري چې هلته هم د اعدام په ګډون اشد مجازات په هغه صورت کې چې جرم لوی وي، مردود نه دي ګڼل شوي."

د بخښنې نړیوال سازمان د اسیا د برخې د رسنیو مشر عمر ورچ ازادي راډیو ته وویل، دوی له ولسمشر اشرف غني څخه غوښتي چې د اعدام حکم توشیح نه کړي.

نوموړی وایي، د افغانستان حکومت به هغه وخت ښه دریځ خپل کړی وي چې عدالت تامین کړي، داسې چې د اعدام د عملي کېدو پر ځای د ستونزې دایمي حل ته پام وکړي.

د افغانستان عدلي او قضایې ارګانونه په دې اړه چې د هېواد په زندانونو کې څومره مجرمین او وسله وال په اعدام محکوم دي، معلومات نه ورکوي.

خو له دې وړاندې د ولسي او مشرانو جرګو ځینو غړېو د دغو کسانو شمېر له ۵۰۰زیات ښودلی و.

اخوا د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وایي، هغه زندانیان چې د تروریستي اعمالو په جرم په اعدام محکوم دي، دوسیې یې بشپړي شوي او ډیر ژر به یې هویت له خلکو سره شریک شي.

خو نوموړي په دې اړه چې دا کسان به کله اعدامیږي، معلومات ورنه کړل.

په همدې حال کې د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند رفیع الله بیدار وایي، هغه کسان باید معاف نه شي چې بشري حقونه یې تر بښو لاندې کړي وي خو نوموړی د اعدامونو په مسئله کي حکومت ته ځينې سپارښتنې هم لري.

د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند رفیع الله بیدار
د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند رفیع الله بیدار

ښاغلي بیدار زیاته کړه:

"موږ هم پخوا او هم اوس د دې مخالف و چې د سیاسي ادارو او نظامي مداخلاتو په نتیجه کې باید هیڅوک معاف نه شي. ولې حق د حیات اخرینه جزا ده او دې ته باید ډيره پاملرنه باید وشي چې څوک بې ګناه مجازات نه شي."

ولسمشر اشرف غني په کابل کې د اپریل د نولسمې نېټې تر حملې وروسته چې په کې لسګونه تنه ووژل شول او سلګونه نور ټپان شوه، وویل چې په اعدام محکومو وسله والو باندې به د عدلي او قضایې ارګانونو حکم پرته له ځنډه عملي کړي.

طالبانو د ولسمشر د دې خبرو په غبرګون د افغانستان عدلي او قضایي ارګانونه او دغه راز په خپلو زندانو کې د افغان ځواکونو او بهرنیو اتباعو ژوند ته ګواښ وکړ.

اوس به وکتل شي چې حکومت به په رښتیا هم په خپلې دې ژمني عمل وکړي او که به د اعدام د سزا پر وړاندې د بشري حقونو سازمانونو لکه د بخښنې نړیوال سازمان او د افغانستان د بشر د حقوقو سازمان مخالفتونو ته پام وکړي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG