د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۲

اوچقون: نږدې ورځو کې به له حزب اسلامي سره توافقنامه لاسلیک شي


د سولې عالي شورا وایي، ټاکل شوې ده په نږدې ورځو کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې توافقنامه لاسلیک شي.

د دغې شورا غړي وايي چې دواړه لوري پر اختلافي ټکو موافقې ته رسېدلي او له حزب اسلامي سره سوله کولای شي په هېواد کې جګړه او تاوتریخوالی را کم کړي.

د سولې د عالي شورا مرستیال وایي، د سولې له بهیر سره د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یو ځای کېدل کولای شي د حکومت پر وړاندې د طالبانو پر جګړې اغېز وکړي.

عبدالخبیر اوچقون د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې له حزب اسلامي سره خبرو کې ډېر پرمختګ شوی او دواړه مذاکره کوونکې لورې په هېواد کې د سولې ټینګښت ته سیاسي اراده لري.

ښاغلی اوچقون وایي، کوم موارد چې د سولې په خبرو کې ولسمشر اشرف غني پورې مربوط کېږي، د یو خاص پروسیجر له مخې به ورته رسیدګي وشي.

ښاغلي اوچقون زیاته کړه:

"ښه پرمختګونه شوي دي، یوه د زندانیانو د خوشې کېدو او بله هم حزب اسلامي ته د منسوبو کمپونو د مهاجرینو د انتقال موضوع و چې په دې اړه ولسمشر وویل دواړه یو کاري پروسیجر غواړي، یقیناً ویلی شو موږ به په نږدې ورځو کې په کابل کې د حزب اسلامي او د سولې د عالي شورا تر منځ د سولې د توافقنامې د لاسلیکېدو شاهدان و اوسو، حزب اسلامي د نهه- لسو مواردو ژمنه کړې چې که په هغو عمل وکړي نو د جګړې او وژنو ګراف به را ټيټ شي."

نوموړی وایي، نړیوالو سازمانونو لکه یوناما او اروپایې ټولنې دوی ته ژمنه کړې چې له حزب اسلامي سره د سولې د توافقنامې په لاسلیکېدو سره به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تور لست څخه د ګلبدین حکمتیار د نوم لرې کولو ته اقدام وکړي.

د سولې د عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار هم له حزب اسلامي سره د سولې په خبرو کې له پرمختګونو خوښ ښکاري.

نوموړي رسنیو ته ویلي چې له حزب اسلامي سره د سولې خبرې وروستي پړاو ته رسېدلي او تمه کېږي چې تر راتلونکې یوې اوونۍ یا لسو ورځو به له دغې ډلې سره د سولې توافقنامه لاسلیک شي.

د حزب اسلامي پلاوی له نږدو دوو میاشتو راهیسې په کابل کې دی او په څو پړاونو کې یې د افغانستان له حکومت او د سولې له عالي شورا سره خبرې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تور لست څخه د حزب اسلامي د یو شمېر مشرانو د نومونو لرې کېدل، د زندانیانو خوشې کول، د شمشتو کمپ را انتقالول، د رڼو انتخاباتو تر سره کول او د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د یوې د قیقې نېټې ټاکل د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي عمده غوښتنې او اختلافي موارد دي.

ځينې کارپوهان بیا د سولې له بهیر سره د حکمتیار یو ځای کېدل د ملي وحدت حکومت لپاره یوه ښه لاسته راوړنه بولي.

یو له دغو کارپوهانو څخه حاجي سید داود دی.

هغه زیاته کړه:

"د حزب اسلامي راتلل خپل تاثیر درلودلای شي او د حکومت لپاره هم په تېرو شاوخوا شلو میاشتو کې یوه لاسته راوړنه بلل کېږي، طبعاً که یو کس هم وسله ایږدي، پر ټولنې اغیز کوي، خو دا چې جګړه به ختمه شي یا د حکومت او طالبانو بحران به ختم شي، پر دغو مسایلو به د حزب اسلامي راتلل کوم عمده تاثیر و نه لري."

نوموړی وایي، حکومت باید له زندانه د حزب اسلامي د زندانيانو خوشې کېدو کې لازم دقت وکړي تر څو هغه کسان را خوشې نشي چې د عامو خلکو حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG