د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

په سیاست کې د حکمتیار څرګندېدل د مذاکراتو منطقي پایله ده؟


د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، هیله ده چې ولسمشر ډېر ژر د حزب اسلامي په اړه خپله وروستۍ پریکړه دې شورا ته واستوي.

د دې شورا د چارواکو په وینا افغان حکومت د ملګرو ملتونو له تور لیسته د ګلبدین حکمتیار د نوم د لرې کولو په سر اړیکې نیولي دی.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، کوم مسایل چې له حزب اسلامي سره د سولې د تړاو په اړه په دې شورا پورې مربوط کېدل حل شوي او یوازې هغه مسایل پاتې دي چې د ولسمشر په واک کې دي.

د سولې د عالي شورا مرستیال مولوي عطاالرحمن سلیم د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې ولسمشر ژمنه کړې څو ډېر ژر د حزب اسلامي له استازیو سره د مطرح شویو مسایلو په اړه خپله وروستۍ پرېکړه له دوی سره شریکه کړي.

هغه زیاته کړه:

"د حزب اسلامي سره چې کومې خبرې روانې دي ښې لاسته راوړنې ترې لرو، پرمختګونو شوي دي، له پنځه ویشتو مادو نه تقریباً په شلو مادو کې ورسره په توافق رسیدلي یو، پنځه مادې پاتې دي چې هغه زموږ له صلاحیته لږ لوړ و، هیله من یو چې د ولسمشر وروستۍ پرېکړه نن موږ ته راورسېږي."

ښاغلي سلیم وویل حکومت د اختلافي مسایلو د حل او د حزب اسلامي د غوښتنو د رسیدګي په خاطر له ملګرو ملتونو سره اړیکې نیولي دي.

څه باندې یوه میاشت کېږي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي استازي کابل ته راغلي او تر اوسه پورې یې په څو پړاوونو کې د سولې له عالي شورا او حکومتي چارواکو سره خبرې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تور لیسته د حزب اسلامي د غړو د نومونو لرې کول، د دې ډلې د بندیانو خوشې کول، هېواد ته د حزب اسلامي د غړو د کډو راوستل، د رڼو ټاکنو ترسره کول او د بهرنیو پوځیانو د وتلو لپاره د وخت ټاکل د حکومت او حزب اسلامي تر منځ له اختلافي مسایلو څخه دي.

د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي غړي امین کریم ددوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د بندیزونو لېري کول اختلافي خبره نه ده بلکې ټول پرې سلا شوي، په ځینو مسایلو لاهم بحث روان دی چې حکومت ورسره د همکاريو ژمنه کړې ده.

هغه زیاته کړه:

"د بندیزونو د لرې کولو خبره یوه اختلافي موضوع نه ده بلکې ټولو پرې موافقه کړې ده، کوم بحث چې شوی د بندیزونو د لرې والي په څرنګوالي دی چې ډېری په بهرنیو هېوادونو پورې اړه لري، رئیس جمهور صاحب، اتمر صاحب او ستانکزي صاحب ډاډ ورکړ چې د بندیزونو د لرې کولو د څرنګوالي موضوع پیل شوې کیدای شي لږ وخت ونیسي."

ښاغلي کریم داهم وویل چې د روانو خبرو د بریا منطقي پایله د حزب اسلامي د رهبر ګلبدین حکمتیار څرګندېدل او کابل ته د هغه راتګ دی.

اخوا جمهوري ریاست هیله ښيي چې د دواړو لوریو تر منځ شته واړه اختلافي موارد حل شي.

د جمهور رئیس مرستیال ویاند دواخان مینه پال د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"له حکمتیار صاحب سره د افغانستان د حکومت په خاصه توګه د سولې عالي شورا له خوا خبرې مخته وړل کېږي، په دې برخه کې پرمختګونه شوي دي، هیله ده چې ډېر ژر وروستنۍ پایلې ته سره ورسېږو او حکمتیار راشي او ارام ژوند او سوله ییز سیاست پیل کړي."

که څه هم د سولې عالي شورا د سولې له پروسې سره د حزب اسلامي یوځای کېدل د یادې پروسې د پیاوړي کېدو لامل بولي خو سیاسي کارپوهان بیا وايي چې د سولې له پروسې سره د یادې ډلې یوځای کېدل هم د سولې په راتګ کې لوی رول نه شي لوبولی.

یو له دغو سیاسي کارپوهانو بشیربیژن دی چې وايي، د سولې له پروسې سره د حزب اسلامي یوځای کېدل د امنیت لپاره په لنډ مهال کې نه بلکې په اوږدمهال کې ګټور تمامېدلی شي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG