د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

کابل پوسټ: ډیر ژربه له حزب اسلامي سره د سولې خبرې وروستۍ شي


د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي سره د سولې د خبرو پرمختګونه او د پاکستان د ناغیړېو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان شکایت، د کابل چاپ د نن ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دي.

ډیر ژر به له حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې خبرې وروستۍ شي، دا د کابل پوسټ ورځپاڼې د یوه تحلیلي مطلب سرلیک دی.

په مطلب کې راغلي، د حکومت دننه یو شمېر کړۍ شته چې له حزب اسلامي سره د سولې د خبرو مخالفت کوي او دا هغه کسان دي چې اوس د حزب په نوم امتیاز اخلي خو د ګلبدین حکمتیار په راتګ سره به دوی له امتیازه بې برخې شي.

په مطلب کې د نظر د خاوندانو په حواله لیکل شوي چې سولې ته د حزب اسلامي له راتګ سره به د افغانستان د ناارامیو په کچه کې څلویښت فیصده کموالی راشي.

ورځپاڼې د ولسمشر د مرستیال ویاند دوا خان مینه پال په حواله لیکلي چې ولسمشر وړمه شپه د حزب اسلامي له استازو سره وکتل او ډیر ژر به ورسره هوکړې ته ورسیږي.

سرنوشت ورځپاڼې هم همدې موضوع ته یو مطلب ځانګړی کړی او لیکلي دي چې راتلونکې اوونۍ به د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شي.

په مطلب کې راغلي، له ولسمشر سره د حزب اسلامي د پلاوي په وروستۍ لیدنه کې د یوه داسې سند پر جوړولو پریکړه شوې چې ګلبدین حکمتیار او محمد اشرف غني به لاسلیکونه پرې کوي.

د مطلب لیکوال ویلي، تېره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا له تور لسته د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د لېرې کولو په اړه هم ناسته جوړه کړې وه.

ملي ارمان ورځپاڼې بیا د پاکستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان د شکایت په اړه د افغان تحلیلګر احمد سعیدي مقاله خپره کړې.

په مقاله کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د منشور د اووم فصل له مخې، د نړۍ د سولې د ګواښ په صورت کې او یاهم د تاوتریخوالي د زیاتولو په صورت کې ملي امنیت شورا یوازې د سپارښتنې مسئولیت نه لري، بلکې د قوې د استعمال مسئولیت هم لري.

د مقالې لیکوال ویلي، ملګرو ملتونو ته به د پاکستان په اړه شکایت وړاندې شي، خو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له خوا د یوه تجربه کار استازي نشتوالی به د دې سبب شي چې دغه شکایت لازمه نتیجه ورنه کړي.

جامعه باز ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د افغانستان اوسنی وضعیت ډیر حساس دی او په همدې حساسو شرایطو کې یو شمېر سیاسي ډلې چې له واکه لېرې پاته دي، د حکومت پر ضد اقدامات کوي.

په سرمقاله کې راغلي، همدغه کړۍ اوس په همدې مخالفو دریځونو سره اوبه خړوي او خپل کبان په کې نیسي.

XS
SM
MD
LG