د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

سرخط: له حزب اسلامي سره د سولې خبرې هوکړې ته نږدې شوي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې د حکومت له وسله والو مخالفینو سره د سولې د خبرو په اړه ځني مطالب چاپ کړي دي.

سرخط:

سر خط خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په یو مطلب کې لیکلي چې، د سولې عالي شورا وايي د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي سره د سولې خبرې پای ته رسېدو ته نېږدې شوي او تمه ده چې تر یوې نیمې اوونۍ به د سولې هوکړه لاسلیک شي.

سرخط د سولې د عالي شورا د بهرنیو چارو د سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار له خولې لیکلي چې دا خبرې ډېرې بریالۍ روانې دي او تمه ده چې ډېر ژر د یوې یا یوې نیمې اوونۍ په اوږدوکې د حزب اسلامي او دولت تر منځ د سولې هوکړه لیک د ولسمشر محمد اشرف غني او د حزب اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار تر منځ لاسلیک شي.

کابل پوسټ:

کابل پوسټ خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي چې د ملا منصور په مشرۍ د طالبانو ډلې تیاری ښودلی چې د افغان حکومت د سولې مخامخ خبرې وکړي.

کابل پوسټ دغه څرګندونې د پاکستاني ورځپاڼې اکسپریس تربیون په حواله لیکلي دي.

په مطلب کې راغلي چې دغه تیاری وروسته له هغه ښودل کېږي چې افغان حکومت دا اعلان وکړ چې په طالب بندیانو په ځانګړي ډول هغوی چې د انتحاري او ویره اچونکو پېښو په تور نیول شوي د اعدام حکم عملي کړي.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې په دې کسانو کې د طالبانو مهم غړي موجود دي نو ځکه دوی نه غواړی چې خپل دغه کسان له لاسه ورکړي او د ولسمشر غني په دې اړه اعلان سره یې شوک لیدلی دی.

په مطالب کې وړاندې پوښتنه مطرح شوې چې افغان حکومت تر پسرلنیو عملیاتو د مخه په ډېرو تشریفاتو سره له طالبانو وغوښتل چې د سولې خبرو ته کښېني خو طالبانو ونه منله نو اوس کومه موضوع د دې لامل شوې چې دوی خبرو ته حاضر شوي دي؟
د مطلب لیکوال لیکلي که څه هم د ملا منصور ډلې دغه موضوع په رسمي ډول نه ده تاید کړې خو اکسپریس تربیون چې تر ډېره د پاکستان د استخباراتو د نظر استازیتوب کوي نه شي کېدای چې خپور کړی مطلب یې د هېواد له سیاسیت سره بې تړاو وګڼو.

اصلاح:
اصلاح دولتي ورځپانې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي دومره جګړې تر کله او تر څو به افغانان قرباني ورکوي.

د مطلب د لیکونکي په باور افغانستان او پاکستان دواړه هېوادونه باید د سولې، ارامۍ او خپلې بقا لپاره هیڅ ډول همکاري له یو بل نه ونه سپموي.

په مطلب کې دغه شان راغلي چې، توروریزم یوه نړیواله ناوړه پدیده ده چې پوله نه پېژني نو د نړۍ ټول هېوادنه باید په دغه مبارزه کې سهیم شي.

XS
SM
MD
LG