په کابل کې د نجونو تر منځ د منډو او نښې وېشتلو سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د شنبې په ورځ د مجاهدینو د بریا د ورځې په ویاړ وشوې چې څلورو درې کسیزو ټیمونو په کې برخه اخیستې وه.
د افغانستان د پنج ګانه یا پنځه ګونو لوبو فدراسیون مسؤلین وايي، په کابل د منډو او نښو وېشتلو د سیالیو نه یې هدف د ملی ټیم لپاره د نجونو او هلکانو د غوره څېرو ټاکل دی.
د دې فدراسیون رئیس ماسټر خوشال سروري ازادي راډيو ته وویل چې د دغو سیالیو ګټونکې نجونې به ملي ټیم ته جذب شي.
هغه زیاته کړه:
"د نننۍ سیالۍ نه هدف د ملی ټیم د سیالیو لپاره د غوره څېرو ټاکل، د خپلواکي د ورځې یاد د ثور د اتمې په ویاړ دغه سیالۍجوړې شوې دي."
له بایسکل ځغلولو وروسته، منډه او نښان وېشتل هغه لوبې دي چې تر ډېره یې د افغان نجونو لېوالتیا خپله کړې ده.
له دغې ډلی نه یو شمېر نجونو ازادي راډيو ته وویل، ورزش د دوی د ژوند یوه برخه ده او د هېواد لپاره د لاس ته راوړنو په برخه کې به هلې ځلې وکړي.
د شنبې ورځې د سیالیو نتیجې هم له سیالۍ وروسته اعلان شوې.
د دغو سیالیو ګټونکو نجونو ازادي راډیو ته وویل:
"زما هيله ده چې ورزش وکړم، ځکه چې ورزش سلامتیا ده او ورزش انسان صحتمندوی."
"ډېری نجونې لېوالتیا لري، حتا زموږ ګاوندي، خو کورنۍ یې اجازه نه ورکوي، له ټولو هغو کورنیو نه چې لورګانۍ یې له ورزش سره مینه لري غواړم مخنیوی یي ونه کړي، اجازه ورکړي چې نجونې ورزش وکړي."
له دې وړاندې یوشمېر هلکانو هم د منډو او نښې وېشتلو په سیالیو کې ګډون کړی و چې د ښو امتیازاتو په ترلاسه کولو یې ملي ټیم ته لاره پيدا کړه.
په همدې حال کې د بدنې روزنې رئیس همایون خیري د مډالونو د ورکړي په پروګرام کې وویل، په فدراسیونونو کې فساد او د بل حق خوړل عمده ستونزه ده چې د پېژندلو او مخنیوي لپاره یې هڅې روانې دي.
دی وايي، هڅې کوي د یوه شفافې تګلارې په رامنځ ته کولو سره فساد له منځه یوسي او لوبغاړو ته د پرمختګ زمینه برابره کړي.
راپور: ابراهیم صافی