د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

"د دوو ډلو سیاسي مشارکت کولی شي حکومت د بې ثباتۍ لور ته یوسي"


د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر فوق العاده استازی احمد ضیا مسعود وایي، د ملي وحدت حکومت د یوې هوکړې په اساس رامنځ ته شوی او هره شیبه د دې امکان شته چې بې ثباتي رامنځ ته شي.

دی وايي، په قدرت کې د دوو ډلو لخوا سیاسي مشارکت کولی شي چې حکومت د بې ثباتۍ لور ته یوسي.

احمد ضیا مسعود چې د شنبې په ورځ د ثور د اتمې یا د مجاهدینو د برې په مناسبت یوې غونډې ته وینا کوله وویل چې په اوسنی نظام کې قدرت انحصار شوی او یوه عادلانه سیاسي مشارکت وجود نه لري.

نوموړي وویل چې په روانو شرایطو کې مهم دی چې په افغانستان کې یو پارلماني نظام رامنځ ته شي.

هغه زیاته کړه:

"د ملي وحدت حکومت د یوه تفاهم په اساس رامنځ ته شوی او هغه ډلې چې په دې مشارکت کې دي هره شیبه په شک کې دي او زړه نا زړه دي چې راتلونکي کې به څه رامنځ ته شي، دا ډول مشارکتونه چې د یوه سیاسي تفاهم له لارې جوړ شوي وي، هره شیبه د دې امکان ځي چې خدا مکړه یوې بې ثباتۍ لور ته لاړ شي."

ښاغلي مسعود د ملي وحدت حکومت له مشرانو وغوښتل ترڅو یو سراسري سیاسي مشارکت رامنځ ته او خپلمنځي اختلافات یوې خواته پرېږدي.

په تېر یوه کال کې د حکومت اپوزېسیون او د ملي شورا یوشمېر غړو تل انتقاد کړی او ویلي چې د حکومت مشران د قدرت د وېش په فکر کې دي او ملت ته هیڅ پام نه کوي.

جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف هم په خپلو تازه څرګندونو کې خبرداری وکړی، که چېري حکومت د افغانستان د تجزیې لپاره توطیې له منځه وړی نسي هېواد به له یوه نوي بحران سره مخ شي.

همدارنګه له دې وړاندې د افغانستان د نوي ملي جبهې رئیس انوار الحق احدي ویلي چې د ملي وحدت حکومت اجرآت به افغانستان لپاره ناوړه عواقب ولري.

ومو غوښتل چې د ښاغلي مسعود د څرګندونو په اړه د افغانستان د جمهوري ریاست نظر هم ولرو خو هغوي په دې اړه تبصره ونه کړه.

په همدې حال کې یوشمېر سیاسي کار پوهان وایي، له دا ډول څرګندونو ښکاري چې په حکومت کې خپل منځي اختلافات اوج ته رسېدلی.

د سیاسي چارو کار پوه یونس فکرو د شنبې په ورځ وویل چې ښاغلی مسعود په دا ډول څرګندونو غواړي چې د خلکو ذهنیت مغشوش او نور قدرت ورکړل شي.

د سیاسي چارو کار پوه یونس فکور
د سیاسي چارو کار پوه یونس فکور

هغه زیاته کړه:

"د دغو څرګندونو یو علت دا دی چې ده ته کوم رسمې صلاحیت نه دی ورکړل شوی په اوسنیو شرایطو کې دا ډول خبرې باید مطرح نشي خلک امنیت غواړي کار غواړي نه دا چې اوس دوی د ریاستي او پارلماني نظام د جوړېدو خبره مطرح کوي."

ښاغلي فکور وویل افغان حکومت یو واحد ټيم نه دی او په روانو کړکېچنو شرایطو کې اړتیا ده چې حکومت د دغو ستونزو د حل لپاره یوه واضح تګلاره ولري.

نوموړي وویل که چېري د حکومت ترمنځ روان اختلافات او دوه ګوني نظریات دوام وکړي نو ستونزې به لا ډېرې شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG