د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

"که مې حکومت غوښتنې ونه مني په بدیلو نسخو به فکر وکړو"


پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف وایي، که حکومت یې غوښتنې او سپارښتنې ونه مني، په بدیلو نسخو به فکر وکړي.

ښاغلي سیاف د پنجشنبې په ورځ د مجاهدینو د بریا د څلورویشتمې کلیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې انتقاد وکړ چې حکومت د وضعیت د ښه کېدو لپاره نه خپله څه کوي او نه د نورو مشورو ته غوږ نیسي.

د ثورد اتمې په نمانځغونډه کې یو شمېر نورو پخوانیو جهادي او حکومتي څيرو له حکومته وغوښتل چې د پاکستان مداخلو د مخنیوي لپاره نوي ستراتیژي عملي کړي.

د حراست او ثبات شورا د رهبرۍ غړی عبدالرب رسول سیاف وايي چې د موجوده نظام د ټولو ستونزو سره سره یې د خلکو عمومي ګټې په نظر کې نیولي او غلي دي.

هغه د پنجشنبې په ورځ د مجاهدینو د بریا ورځې په مناسب جوړه شوې غونډه کې وویل، د وضعیت د ښه کېدو لپاره یې د ملي یووالي حکومت ته څو نسخې ورکړي خو پرې عمل نه دی شوی.

ښاغلي سیاف زیاته کړه:

"موږ نسخه ورکړې ده په هغې نسخې عمل ونه شو او هغو مشورو ته هم چا غوږ ونه نیوه چې د نظام د پیاوړتیا او د وضعیت د ښه کېدو لپاره وې، بالاخره زموږ دیني وجیبه، زموږ اسلامي او ایماني دنده دا ایجابوي چې که وضعیت همداسې دوام پیدا کوي نو د دې پرځای چې هېواد مو تبا شي موږ به په بدیلو نسخو کار وکړو."

هغه وايي چې دوی لاهم د نظام سقوط نه غواړي خو د وضعیت د لا خرابیدو په صورت کې به د ملت له مشورو سره په داسې بدیلو لارو کار وکړي چې د ملت له شان سره برابرې وي.

ښاغلي سیاف د تل په څېر یو ځل بیا طالبان، داعش او القاعده ډلې د دین څخه په انحراف تورنې کړې او ویې ویل چې روانې جګړې ته د جهاد نوم ورکول بل لوی جنایت دی.

هغه وايي چې په ملي یووالي حکومت کې ستونزې او ناهمغږي دومره ډيرې دي چې په ډیرو وړو مسالو بحثونه میاشتې وخت نیسي.

د حراست او ثبات شورا پنځه میاشتې وړاندې د جوړېدو په وخت کې هم حکومت ته د وضعیت د ښه کېدو لپاره سپارښتنې کړي وې او غوښتنه یې کړې وه چې د ملي یووالي حکومت د جوړېدو پریکړه لیک عملي کړي.

د دې شورا بل غړی او د پخواني جمهور ریس مرستیال محمد یونس قانوني بیا وايي چې د افغانستان په ستونزو کې پاکستاني استخبارات خلاص لاس لري او باید دا مداخلې بندې شي.

د افغانانو د جهاد د بریا دغې نمانځغونډې ته ښاغلی قانوني وویل.

"یوه ښه ستراتیژي په افغانستان کې د ټولو ستونزو د حل لار ده، د ISI ستراتیژي که منصرفه نه کړو ان د افغانستان نږدې دوست هېوادونو سره به هم د تکرار تېروتنو قرباني وو."

محمد یونس قانوني بیا وايي چې د افغانستان په ستونزو کې پاکستاني استخبارات خلاص لاس لري
محمد یونس قانوني بیا وايي چې د افغانستان په ستونزو کې پاکستاني استخبارات خلاص لاس لري

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت هم په دې وروستیو کې د پاکستان په وړاندې توندې څرګندونې کړي دي.

له دې سره د ښاغلي سیاف د څرګندو په ځواب کې جمهوري ریاست وايي چې د حکومت په هر موقف د خلکو وړاندیزونه اوري.

د جمهور ریس د ویاند مرستیال دواخان مینه پال په دې اړه ازادي راډيو ته وویل.

"د افغانستان حکومت د جهادي رهبرانو مشورو ته ارزښت ورکوي او د دوی د مشورو درناوی کوي، تاسې د جمهور ریس وروستی وینا چې په ملي شورا کې یې درلوده خبر یې دا هغه څه وو چې ملت او جهادي مشرانو غوښته."

د حراست او ثبات شورا چې اکثره غړي یې جهادي څيري، د پخواني حکومت وزیران، والیان او ځيني نور چارواکې دي په داسې حال کې د ملي یووالي په حکومت انتقادونه کوي چې حکومتي چارواکې هم د روان وضعیت څخه خوشحاله نه ښکاري.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG