د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

د افغان حکومت په وړاندې سیاسي مخالفتونه


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان د حکومت په وړاندې د سیاسي مخالفتونو د زیاتېدو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې ویل شوي چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت د خپلې واکمنۍ په وړاندې له نوېو چلینجونو سره مخامخ شوی، پخواني ملاتړ کوونکي یې مخالفت ته راپورته شوي او وايي چې حکومت وړتیا او صلاحیت نه لري، له سره دې انتخابات وشي.

واشنګټن پوسټ د مالیې د پخواني وزیر انوارالحق احدي خبرې رااخیستي چې د انتخاباتو په مهال د اشرف غني ملاتړی و، خو وروسته یې د نوموړي مخالفت پیل کړ.

احدي د ملي یووالي د حکومت اجراات د هېواد لپاره له ناورینه ډک بولي.

فارن پالیسي خپرونې بیا د افغانستان په اړه د ولسمشربارک اوباما د ژمنو په اړه لیکنه چاپ کړې ده.

په دې لیکنه کې د اوباما د سلاکار جیفري ګولډبرګ په قول ویل شوي، اوباما له ولسمشر کېدو او سپینې ماڼۍ ته له داخلېدو وروسته ژمنه وکړه چې امریکايي پوځیان به له افغانستان او عراقه باسي او دا د اوباما د بهرنۍ پالیسۍ یوه مشخصه وګڼل شوه او هر ځای یې یادونه کېده.

فارن پالیسي وايي، د ګولډ برګ خبره نیمايي سمه ده، اوباما له واک ته رسېدو سره سم اراده وکړه چې له عراقه ووځي. خو دا څرګنده نه ده چې ده کله د افغانستان د جګړې په اړه په زغرده څه ویلي دي.

په حقیقت کې اوباما په خپلو څرګندونو کې په افغانستان کې د امریکا جګړې ته کمپاین کړی او هغه یې ښه جګړه بللې ده.

فارن پالیسي وايي، اوباما په ۲۰۰۷ میلادي کال لیکلي و:

"موږ باید د القاعده پر ضد د خپلې جګړې په مرکزي جبهه افغانستان او پاکستان کې پر خپلو هلو ځلو تمرکز وکړو څو تروریستان په هغه ځای کې وځپو چې ژورې ریښې په کې لري."

اوباما د ۲۰۰۸ کال په کمپاین کې وویل:

"د ولسمشر په حیث به زه د القاعده او طالبانو پر ضد جګړې ته لومړیتوب ورکړم. دا داسې جګړه ده چې موږ یې باید وګټو."

اوباما لږ تر لږه د دوو اضافي لواوو د لېږلو او د کال د یو میلیارد ډالره نورې ملکي مرستې ژمنه وکړه.

چمتوکوونکی: عصمت څاروان

XS
SM
MD
LG