د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۱

پاکستان وایي، د افغانستان سولې ته ژمن دی


پاکستان یوځل بیا ژمنه وکړه چې په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستو ته ژمن دی او د افغانانو تر منځ د سولې د خبرو لپاره به خپلې هڅې وکړي.

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیر اعزاز احمد چوهدري وایي، د څلور اړخیزو خبرو غونډو لورېو، اسلام اباد، کابل، پیکنګ او واشنګټن هڅې کړې دي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو لپاره زمینه برابره کړي.

چوهدري وویل چې په نوي ډیلي کې یې له هندي چارواکو سره د خبرو پرمهال په افغانستان کې د خپل هېواد دریځ روښانه کړ.

چوهدري وویل چې په نوي ډیلي کې یې له هندي چارواکو سره د خبرو پرمهال په افغانستان کې د خپل هېواد دریځ روښانه کړ.
چوهدري وویل چې په نوي ډیلي کې یې له هندي چارواکو سره د خبرو پرمهال په افغانستان کې د خپل هېواد دریځ روښانه کړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د دې هېواد پلاوي، په بهرنیو چارو کې د هند د دولت د وزیر ایس جیشنکر په ګډون هندي چارواکو ته ډاډ ورکړ چې پاکستان د افغانستان له حکومت سره همکارۍ ته ژمن دی.

تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ د افغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي وچې نوره دا هیله نه لري چې پاکستان به وسله وال مخالفان د خبرو میز ته راکاږي.

اشرف غني وویل، که اسلام اباد د دې ډلو پر ضد پوځي عملیات نه کوي د افغانستان حکومت ته دې وسپاري.

اعزاز احمد چوهدري وایي چې هېواد یې په وزیرستان او د پاکستان په نورو برخو کې د یاغیانو د ځپلو لپاره هر راز هڅې کړې دي.

خو په افغانستان کې داسې نظر حاکم دی چې پاکستان نه غواړي چې په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره عملي هڅې وکړي.

ولسمشرغني د دوشنبې په ورځ ملي شورا ته په کابل کې وویل، که د پاکستان چلند بدل نه شي نو د ملګر ملتونو امنیت شورا ته به مخه کړي.

اشرف غني دا هم وویل چې د یاغیانو مشران په کوټه او پیښور کې دي.

د امریکا په دفاعي پوهنتون کې استاد علي احمد جلالي ازادي راډیو ته وویل، پاکستان تر سخت فشار لاندې دی:

"که پاکستان دا فکر کوي او دا وایي چې زه پر هغو کسانو کنټرول نه لرم او پر خپله خاوره کنټرول نه لرم، نو بیا نور هېوادونه دا اجازه لري او حق لري چې د پاکستان په هغو سیمو عملیات وکړي چې له هغو څخه په افغانستان کې حملې کیږي."

د امریکا په دفاعي پوهنتون کې استاد علي احمد جلالي
د امریکا په دفاعي پوهنتون کې استاد علي احمد جلالي

افغان حکومت هر وخت پاکستان تورن کړی دی چې د هغو یاغیانو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې جګړې کوي. خو د پاکستان په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر په هند کې تېره ورځ وویل چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې د بهیر د ملاتړ ترڅنګ د ټولې سیمې لپاره د یو لړ پروژو حمایت کوي.

ده په ځانګړي ډول د ټاپي، کاسا زر او په سیمه کې د اورګاډي د پټلۍ د غځیدو یادونه وکړه، که دا پروژې پلي شي نو ګڼو افغانانو ته به کار پیدا شي او اسانتیاوې به رامنځته شي.

XS
SM
MD
LG