نیویارک ټایمز ورځپاڼه د یو شمېر افغان او امریکایي چارواکو په وینا لیکي چې د امریکا حکومت د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال ته ویزه نه ده ورکړې، د هغه هېواد د ولسمشر مرستیال ته چې هلته امریکا نژدې لس زره پوځیان لري.
د ورځپاڼې په باور ټاکل شوې وه چې روانه میاشت جنرال عبدالرشید دوستم نیویارک او واشنګڼن ته ولاړ شي.
له پروګرام سره سم جنرال عبدالرشید دوستم غوښتل چې د هغه پلاوي مشري وکړي چې په امریکا کې له نشه اي موادو سره د مبارزې د نړیوالو هڅو په غونډه کې برخه واخلي.
د جنرال دوستم د رسنیو د برخې سلاکار او د لومړي معاونیت ویاند شهباز ایرج ازادي راډیو ته وویل چې جنرال دوستم په هېواد کې دننه د یو لړ فعالیتونو له امله د امریکا سفر لغوه کړ:
"جنرال صاحب دوستم په خپله له سفره صرف نظر کړی دی، ځکه چې امنیتي وضعیت د اقچې شاوخوا، په کندز او د شمال په یو شمیر نورو سیمو کې داسې دی چې جنرال صاحب هلته ورشي او یو شمېر پوځي عملیات د ده تر نظر لاندې ترسره شي چې دغو عملیاتو د پام وړ بریاوې هم لرلې."
شهباز ایرج زیاته کړه چې د جنرال دوستم پر ځای د افغان پلاوي مشري له نشه يي موادو سره د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي وکړه او امریکا ته ولاړه.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې یوازینۍ ستونزه چې دوستم ته ویزه نه ده ورکړل شوې، په جنګي جرمونو کې د هغه د تور مساله ده.
ورځپاڼې د جنرال دوستم د ویزې موضوع د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت سره د دوشنبې په ورځ شریکه کړه.
د بهرنیو چارو وزارت په ځواب کې ورته وویل چې دوی نه شي کولای چې له رسنیو سره د انفرادي ویزو د ورکړې یا نه ورکړې په اړه معلومات شریک کړي.
خو نیویارک ټایمز لیکي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت جنرال دوستم په افغانستان کې یو اصلي جنګسالار بللی دی.
جنرال دوستم ته په تیرو کلونو کې هم امریکا ویزه نه وه ورکړې، نیویارک ټایمز لیکي چې د کانګرس غړی ډانا رورابکر له اوږدې مودې راهیسې دوستم پیژانده او په ۲۰۱۳ کال کې یې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر جان کري څخه په خپله وغوښتل چې دوستم ته ویزه ورکړي.
رورابکر وایي چې هغه وخت ده غوښتل چې دوستم د افغانستان د راتلونکي حکومت او جګړې په اړه په واشنګتن کې په خپله له چارواکو سره وغږیږي.
د جنرال دوستم ویاند ازادي راډیو ته وویل چې جنرال دوستم به په راتلونکو میاشتو کې امریکا ته سفر وکړي. خو شهباز ایرج په دې برخه کې نور توضیحات ورنه کړل چې کله او د څه لپاره.