د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون وايي چې د جمهور ریس لومړی مرستیال باید د جګړې د مشرۍ د اخیستو پرځای په امنیتي بنسټونو کې په مثبتو بدلونونو کار وکړي.
د دې کمېسیون مرستیال د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې هیڅ مقام نباید د هېواد په دفاعي او امنیتي چارو کې مداخله وکړي.
دا څرګندونې وروسته ترهغې کیږي چې د جمهور ریس لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د دوشنبې په ورځ وویل چې د جوزجان په څو ولسوالیو کې د جګړې مشري دی په خپله غاړه اخلي.
په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال د درېیم ځل لپاره د وسله والو مخالفینو د ځپلو په خاطرشمالي ولایتونو ته تللی، د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون وايي چې د جنګ په لیکو کې د داسې مقام حضورامنیتي بنسټونه کمزوري ښکاره کوي.
د دې کمېسیون مرستیال صالح محمد صالح د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې عبدالرشید دوستم باید شمالي ولایتونو ته د سفر پرځای په امنیتي بنسټونو کې په بدلونونو کار وکړي.
ښاغلي صالح زیاته کړه:
"لومړی مرستیال کولای شي چې بنسټیز تغیرات راولي هغه څوک چې د جنګ وړتیا او مدیریت لري هغه په راس کې راولي او څوک چې د جنګ مسولیت پر غاړه لري ورته صلاحیت ورکړي او که هغوی ظرفیت نه لري باید په امنیتي بنسټونو کې تغیرات راولي مونږ نباید د هغوی په کارونو کې مداخله وکړو نه د اول مرستیال او نه د وکیل په حیث."
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کیږي چې عبدالرشید دوستم د چهارشنبې په ورځ د جوزجان ولایت د څو ولسوالیو د تصفیې په خاطر هغې ولایت ته ورسید.
د جمهور ریس د لومړي مرستیال په وینا دا عملیات د فاریاب، جوزجان او سرپل ولایتونو په استقامت د لس زرو امنیتي ځواکونو سره پیلوي.
د جنرال دوستم ویاند شهباز ایرج ازادي راډيو ته وویل چې د جوزجان په قوش تیپه ولسوالۍ کې شاوخوا څلور سوه وسله وال راټول شوي او د دغې ولسوالۍ د سقوط پلان لري.
هغه وايي چې خلکو او امنیتي ځواکونو ته د روحیې ورکولو په خاطر اړتیا وه چې لومړي مرستیال یوځل بیا جوزجان ولایت ته لاړ شي.
"له مسایلو ښکاریده چې د افغانستان په شمال کې وضعیت ډير ښه نه وو او هلته خلکو او ځواکونو ته د روحیې ورکولو اړتیا وه د دې لپاره چې وضعیت بیا ښه شي جنرال صاحب دوستم د ولسمشر او د امنیت شورا په غوښتنه دا ومنله چې بیا هغې سیمې ته ولاړ شي او وضعیت له نږدې وڅیړي."
د جمهور ریس لومړی مرستیال څو میاشتې مخکې هم سرپل، فاریاب او جوزجان ولایتونو ته د وسله والو مخالفینو د ځپلو په خاطر تللی وو.
هغه وخت کابل ته له راتګ سره جنرال دوستم ویلي وو چې د قیصار، المار او کوهستانات ولسوالۍ یې د وسله والو مخالفینو څخه پاکې کړي دي.
یو شمېر څیړونکي که څه هم وسله والو ځواکونو ته د روحیې ورکولو په خاطر د لومړي مرستیال دا اقدام مهم ګڼي خو یو شمېر نور بیا انتقاد کوي چې د جمهور ریس لومړی مرستیال د ټول هېواد اړوند دی په داسې حال کې چې هغه یوازې محدودو ولایتونو ته پاملرنه کوي.
عتیق الله امرخیل په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"جنرال صاحب دوستم چې هر وخت تللی او بیرته راستون شوی وسله والو مخالفینو بیرته هغه سیمې نیولي دي، که د ځان د قدرت ښودنه وي او غواړي چې وښيي هغه یو داسې شخص دی چې جنګ کابو کولای شي باید په ټول افغانستان وګرځي نه دا چې یوازې شمال ته ولاړ شي."
خو د عبدالرشید دوستم ویاند وايي چې شمالي ولایتونو ته د هغه د پاملرنې دلیل دا دی چې د هیواد په شمال کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو جنګیالي ختم کړي.
د هغه په باورکه د هېواد په شمالي ولایتونو کې وضعیت کنترول نه شي د هېواد په کچه امنتیي وضعیت به له ستونزو سره مخ شي.
یوسف خان ځدراڼ