د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۰

د "قریشي" د وژنې په تړاو د افغانستان او ایران پر سکوت اندېښني


مدني فعالان
مدني فعالان

یو شمېر مدني فعالان د ماشومانو د حقونو له نړېوالو مدافعینو او افغان حکومت څخه غواړي چې په ایران کې د وژل شوې ستایش قریشي موضوع جدي وڅیړي.

دوی چې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې سره راغونډ شوي وو ایران یې د هغې قضیې د څیړلو په تړاو په دوه ګوني چلند تورن کړ.

ستایش قریشي ۶ کلنه افغانه ده چې شاوخوا لس ورځې وړاندې په بې رحمانه ډول په تهران کې د یوه ایراني ځوان له خوا په بې رحمۍ وژل شوې ده.

په افغانستان کې یو شمېر مدني فعالان په ایران کې د وژل شوي ماشومې په تړاو د دواړو حکومتونو له سکوته اندیښنه لري وايي چې دا موضوع باید تعقیب شي.

مدني فعالانو ستایش قریشي ته د عدالت غوښتونو په دوام د پنجشنبې په ورځ د کابل له شهرنو څخه د ایران تر سفارته پورې لاریون وکړ او غوښتنه یې کوله چې دا موضوع باید سر سري پاتې نه شي.

مدني فعال سمیع دره یي وايي چې د ستایش وژنه دومره دردونکي ده چې د ماشومانو او د بشري حقونو هره ملاتړي اداره یې باید پوښتنه وکړي.

مدني فعال سمیع دره یي وايي چې د ستایش وژنه دومره دردونکي ده.
مدني فعال سمیع دره یي وايي چې د ستایش وژنه دومره دردونکي ده.

ښاغلي دره یي زیاته کړه:

"ترهغې چې د ستایش د قضیې په اړه عدالت پلي نه شي موږ دا قضیه نه پریږدو او له ټولې دنیا او په تېره بیا د هغو هېوادونو څخه چې د ماشومانو او بشري حقونو په اړه کنوانسیونو ته ژمن دي هیله لرو چې دا موضوع تر وروستی مرحلې پورې وڅاري."

لاریون کوونکو ویل چې د ایران حکومت باید نړیوالو قوانینو ته په ژمنتیا سره دوه ګونی چلند بس او د ستایش د قضیې په اړه تعصبانه چلند ونه کړي.

د راپورونو له مخې ۶ کلنه افغانه چې کورنۍ یې په ایران کې اوسیږي د حمل میاشتې په ۲۲مه د یوه ایراني ځوان له خوا په ډېره بې رحمانه ډول وژل شوې ده.

د معلوماتو له مخې دغه ۶ کلنه ماشومه مخکې تر وژل کېدو د جنسي تېري ښکار شوې او وروسته بیا د دې لپاره چې ونه پیژندل شي تېزاب هم پرې اچول شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ دا پېښه وغندله او ویې ویل چې په تهران کې یې سفارت ته دنده سپارلي چې د هغه هېواد له عدلي او قضایې ارګانونو سره دا پېښه وڅیړي.

بل خوا له ایرانه راستون شوی مدني فعال طارق سعیدي دا یو فردي کار نه ګڼي بلکې وايي چې په ایران کې افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي چې ایرانیان د افغانانو سره د ټولو نړیوالو قوانینوپه خلاف چلند کوي او تر ډيره یې پرې محدودیتونه وضع کړي دي.

ښاغلي سعیدي زیاته کړه:

"ما درېیم او څلورم ټولګی په ایران کې لوستی هغه وخت ما د یوه ماشوم په حیث د ایران په کوڅو کې د لوبو کولو حق نه درلود او هر وخت به مو چې لوبه کوله د ایرانیانو له خوا به سپکیدو لنډه دا چې موږ به هر چېرې په بد نظر کتل کیدو، که موږ به لوبه هم وګټله موږ به د افغاني کثافاتو په نوم یادیدو."

دا لومړی ځل نه دی چې د ګاونډي هېواد ایران څخه دې د افغانانو سره د بد چلند په اړه دې راپورونه خپاره شي بلکې له دې وړاندې په هغه هېواد دا تورونه هم پراته دي چې د افغانانو له مجبوریته ناوړه استفاده کوي.

مدني فعال محمد رفیع بیان وايي چې هلته میشت افغانان په زور د سوریې جنګ ته لیږل کیږي، د کار په بدل کې پیسې نه ورکول کیږي او دردونکي دا چې د ستایش قریشي په شان د پیښو حل ته لازمه پاملرنه نه کیږي.

ددي موضع په اړه اړوندې ویډیوګانې:

ایران دې د ستایش د قتل قضیه کې له تبعیض پرته عدالت تأمین کړي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:31 0:00

تهران کې د افغانستان سفارت مخې ته د ستایش په یاد غونډې مخه نیول شوې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:15 0:00

ایران ته د مدني ټولنو خبرداری
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:36 0:00

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG