د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۰

"ایران دي د ستایش د قتل قضیه کې له تبعیض پرته عدالت تامین کړي"


د روند اندیشه نو په نوم بنسټ د ایران له حکومته غواړي چې د ستایش قریشي په نوم د افغان ماشومې د قتل په قضیه کې دې له تبعیض پرته عدالت تامین کړي.

د دغه بنسټ لسګونو غړو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د ایران سفارت مخې ته ایران ته خبرداری ورکړ، که غوښتنو ته یې پام ونه شي، په کابل کې به یې سفارت وتړي.

د روند اندیشه نو په نوم بنسټ لسګونو غړو د ستایش قریشي د قتل په قضیه کې د ایران له حکومت د عدالت د تطبیق غوښتنې ترڅنګ د ملګرو ملتونو له سازمان هم غواړي چې په یاده قضیه دې څارنه وکړي.

دوی چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د ایران سفارت مخې ته راټول شوي وو، له ځان سره "ایرن، ایران موږ د ستایش وینه نه بخښو" شعارونه هم لږېدول.

د روند اندیشه نو بنسټ د فرهنګي کمېټې رئیس رستم مبشر د دغه بهیر په پریکړه لیک کې له ایران وغوښتل چې د ستایش په قضیه کې د ې عدالت تامین او په دغه هېواد کې دې له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي.

ستایش قریشي شاه خوا لس ورځې وړاندې د یوه ایراني ۱۷ کلن هلک له خوا تر جنسي تېري وروسته ووژل شوه.
ستایش قریشي شاه خوا لس ورځې وړاندې د یوه ایراني ۱۷ کلن هلک له خوا تر جنسي تېري وروسته ووژل شوه.

هغه زیاته کړه:

"روند اندیشنه نو د ایران اسلامي جمهوريت څخه په کلکه غواړي چې دغې دردونکې قضیې ته له نژادي او ملتي تبعیض پرته په عادلانه توګه رسیده ګي وکړي، په ایران کې دمېشتو افغان کډوالو انساني کرامت ته درناوی ولري، له ځورونې څخه دې لاس واخلي، د کډوالۍ له نړیوال سازمان څخه غواړي چې د ایران په عدليي او قضايي ارګانونو کې دې له دغه قضیې څخه څارنه وکړي."

د حمل په ۲۲ مه په ایران کې د ستایش قریشي په نوم په یوې شپږ کلنې افغان نجلۍ د یوه ۱۷ کلن ایراني هلک له خوا لومړی جنسي تېری شوی و او وروسته یې وژلې او بیا یې ورباندې تېزاب پاشلي و.

د غه پېښه په ایران او افغانستان کې د افغانانو له کلکو غبرګون سره مخ شوه، دوه ورځې وړاندې په کابل کې د افغانتسان د ځوانانو مدني ټولنې، او د یکشنبې په ورځ په بامیانو ولایت کې د ځینو مدني فعالانو له خوا وغندل شوه او د قضیې عاملینو ته د شدیدې سزا د ورکړې غوښتنه وکړه.

د ستایش قریشي وژنې په ټولنیزو شبکو همد خلکو سخت غبرګونونو را وپارول.

له دغو مدني فعالانو سربېره د روند اندیشه نو بنسټ مسؤلین وايي چې نور نه باید د ایرانیانو له خوا پر افغانانو د بشري ضد اعمالو په وړاندې چوپه خوله پاتې شو.

دوی د بشري حقونو نړیوال سازمان څخه هم غواړي چې د ستایش په قضیه دې څارنه وکړي،څو عدالت په سم ډول تامین شي.

د دغه بهیر رئیس جمشید صوفي زاده خبرداری ورکړ، که د افغان ماشومې د قتل عامین ژر اعدام نه شي په کابل کې به د ایران سفارت وتړي.

هغه زیاته کړه:

"که زموږ غوښتنو ته رسیده ګي ونه شي تاسې ګورئ چې نن په سلګونو کسان راغلي، موږ به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړو او د ایران د سفارت دروازه به وتړو."

له دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې افغان سفارت ته دنده سپارلې ده چې دغه قضیې دې د ایران له عدليي او قضايي بنسټونو سره له نږد تعقیب کړي.

په افغانې ماشومې نجلۍ ستایش قریشي باندې د ایراني هلک له خوا جنسي تېري د افغانانو له توندو غبرګونو او اندېښنو سره مل و، خو ولیدل شي چې تر کومه حده په دغه قضیه کې عدالت پلي کېږي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG