د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

"د کندز جګړه د مرکزي حکومت مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري"


د کندز د ولایتي شورا یو غړی وايي په دې ولایت کې د وسله والو پر ضد جګړه د مرکزي حکومت لا نورې مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري.

امر الدین ولي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د کندز امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله او له حکومت يې غوښتنه وکړه چې کندز ته جدي پاملرنه وکړي.

د وسله والو پر ضد جګړه د مرکزي حکومت لا نورې مرستې ته اړتیا لري
د وسله والو پر ضد جګړه د مرکزي حکومت لا نورې مرستې ته اړتیا لري

هغه زیاته کړه:

"که جدي پاملرنه ونشي نو داسې ناورین به رامنځته شي چې له یوې خوا به خلک په مرمیو وژل کېږي او بل لورته به ویره او لوږه خلک ووژني ځکه چې ټولې لارې تړل شوي دي."

د کندز والي اسدالله عمر خېل ازادي راډیو ته تائید کړه چې د ښار په ختیځه دروازه او ۶ ولسوالیو کې سخته جګړه دوام لري، خو وايي چې دښمن ځپل شوې

د کندز والي تیره جمعه د روانو جګړو په اړه ویلي وو چې ۵۰ وسله وال په تازه پوځي عملیاتو او جګړو کې وژل شوي دي.

نوموړی وايي، په کندز کې د طلبانو ترڅنګ ګڼ شمېر بهرني وسله وال او القاعده چې د پاکستان استخبارات يې تمویل او تجهیزوي، د افغان ځواکون پر وړاندې جګړه کوي.

ښاغلي عمر خېل زیاته کړه چې د وسله والو ټولې حملې پر شاه تمبول شوي:

د کندز والي اسدالله عمر خېل
د کندز والي اسدالله عمر خېل

"د کندز پر ولسوالیو او مرکز باندې طالبانو د عمرې په نوم یو عملیات پیل کړي وو چې د دوی دغه عملیات له ماتې سره مخامخ شو، خو یوازې خلکو ته یې مزاحمتونه وکړل."

کندز ښار تېر میلادي کال د څو ورځو لپاره د طالبانو لاسو ته پریوتی و.

د کندز والي ډاډ څرګندوي چې د تېر کال پېښه به بیا نه تکرارېږي او کندز به په هیڅ صورت کې بیا سقوط ونه کړي.

بل لورته د افغانستان د دفاع د وزارت مرستیال ویاند محمد رامنش ازادي راډیو ته وویل چې په کندز کې د دولت وسله وال مخالفین پر شا تمبول شوي او وضعیت د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.

کندز به په هیڅ صورت کې بیا سقوط ونه کړي
کندز به په هیڅ صورت کې بیا سقوط ونه کړي

​دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د وسله والو طالبانو له خوا د عمري په نوم د عملیاتو تر اعلان وروسته وسله والو طالبانو د کندز ولایت د ځینو ولسوالیو او ښار اړوند ځينو سیمو باندې پراخې حملې پيل کړي.

د کندز سیمه ییزه چارواکو ویلي چې په یاده جګړه کې تر ۵۰ پورې وسله وال مخالفین وژل شوي او په لسګونه نور ټپیان شوي او همدارنګه دوه افغان سرتېري هم وژل شوي.

په ورته وخت کې تېره ورځ د کندز د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نعیم منګل ازادي راډیو ته ویلي چې دوی ته د روانې جګړې څخه ۶ مړي او ۸۵ ټپیان وروړل شوي چې ټول ملکي وګړي دي.

XS
SM
MD
LG