د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

کندز کې وروستیو جګړو ۶ ملکیان وژلي او ۸۵ نور یې ټپیان کړي


د کندز د حوزوي روغتون چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ د روانو جګړو له کبله دې روغتون ته څه باندې ۹۰ تنه ټپیان او مړې را انتقال شوي دی چې ډېرې ملکي وګړي دي.

ددې ولایت د حوزوي روغتون مشر ډاکټر محمد نعیم منګل ازادي راډیو ته وویل چې تر اوسه پورې دې روغتون ته ۸۵ تنه ټپیان او ۶ مړې را انتقال شوي دي چې په وژل شویو کسانو کې دو تنه ماشومان هم شامل دي.

منګل وايي چې د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دي.

د کندز د حوزوي روغتون مشر ډاکټر محمد نعیم منګل
د کندز د حوزوي روغتون مشر ډاکټر محمد نعیم منګل

هغه زیاته کړه:

"په مجموع کې موږ ته ۸۵ ټپیان را انتقال شوي دی، له دې شمېر څخه ۳۷ تنه یې موږ دلته بستر کړي دی او پاتې شمېر موږ وروسته له درملنې رخصت کړي دی او خپلو کورونو ته تللي دی."

د کندز د حوزوي روغتون مشر زیاته کړه چې په ټپیانو او وژلو شویو کسانو کې ښځي، کوچنیان، ځوانان او د ډېر عمرلرونکي خلک شامل دي.

د نوموړي په وینا چې دغه شمېر کسان د دې ولایت په ولسوالیو کې همدارنګه د کندز ښار اړوند سیمو کې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه کې ټپیان او وژل شوي دي.

په همدې حال کې یوشمېر کسان چې په کندز کې د روانو جګړه له کبله ټپیان شوي دی، له وسله والو طالبانو څخه غواړي چې نور په هېواد کې له جګړي او له وېنو بهېدو څخه لاس واخلي.

دو تنو ټپیانو ازادي راډیو ته وویل:

"زه د چهاردرې ولسوالۍ د غونډې د کلي یم، پرون زموږ په کور باندې هاوان ولګېده، زه او مور مې ټپیان شولو او اوس په روغتون کې د در ملنې لاندې یو."

"د خدای روي ته وګورې له جګړي لاس واخلي له دې جګړي او د بې ګناه خلکو له وژلو څخه نور لاس واخلي، راشي د هېواد په ابادي او پرمختک کې برخه واخلي."

همدارنګه د دغې جګړې له کبله په سلګونه کورنۍد کندز له مختلفو سیمو څخه بې ځایه شوي دي.

د یادولو وړ ده چې دوه ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د کندز د نیولو په هدف یې د عمري په نوم عملیات پیل کړي وو چې د دولتي ځواکونو له ماتې سره مخامخ شو، خو لاهم د دې ولایت په ولسوالیو کې همدارنګه د کندز ښار په شاوخوا سیمو کې جګړه دوام لري.

د یادونې وړ ده چې کندز ښار په ۱۳۹۴ کال په میزان میاشت کې د څو ورځو لپاره د طالبانو لاسته لوېدلی و چې وروسته افغان ځواکونو طالبان تر سختو جګړو وروسته ایستلو ته اړیستل.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG