د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

افغان حکومت: طالبان به د ۴اړخیزو غونډو په پنځم پړاو کې ګډون وکړي


د افغانستان حکومت وايي، د پاکستان له ژمنې سره سم طالبان به د څلور اړخیزو غونډو په پنځم پړاو کې ګډون وکړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست سرچینې وايي، که څه هم د دې خبرو نېټه تراوسه نه ده ټاکل شوې خو کوربه به یې پاکستان وي.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ویلي دي چې اسلام اباد د افغانستان د سولې له بهیر سره صادقانه همکارۍ ته چمتو دی.

افغان حکومت وايي، پاکستان په تېرځل څلور اړخیزه غونډه کې ژمنه کړې وه چې د دې لړۍ په بله غونډه کې به وسله وال طالبان خبرو ته چمتو کوي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال ازادي راډیو ته وویل چې پاکستان خپله ژمنه تراوسه نه ده عملي کړې.

ښاغلي مینه پال د سولې په خبرو کې د طالبانو د ګډون په اړه په احتیاط سره خوشبینې وښوده خو ویې ویل چې پاکستان دا ځل باید خپله ژمنه عملي کړي او طالبان خبرو ته کینوي.

ښاغلي مینه پال د سولې په خبرو کې د طالبانو د ګډون په اړه په احتیاط سره خوشبینې وښوده.
ښاغلي مینه پال د سولې په خبرو کې د طالبانو د ګډون په اړه په احتیاط سره خوشبینې وښوده.

ښاغلی مینه پال وايي:

"پاکستان هغه ژمنې چې له موږ او په خبرو کې له ښکیلو څلورو اړخونو سره کړې وې نه دي عملي کړي نو ځکه موږ په احتیاط سره خوشبین یو. هیله من یو چې دا ځل به داسې ونه شي لکه پخوا چې پاکستان بیا له خپلو ژمنو په شا شي. فکر کوم په دې صورت کې به دا ډیره ګرانه وي چې موږ بیا پر پاکستان اعتماد وکړو."

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند وايي، د څلور اړخیزو غونډو د لړۍ د پنځمې ناستې نېټه تراوسه نه ده معلومه شوې خو دا خبره معلومه ده چې کوربه به یې پاکستان وي.

په مخکینیو څلور اړخیزو غونډو کې چې د افغانستان، پاکستان، متحدو ایالاتو او چین استازو ګډون کړی و، اسلام اباد ژمنه کړې وه چې د روان کال په مارچ میاشت کې به افغان طالبان د سولې خبرو ته چمتو کوي خو طالبانو نه یوازې د سولې په خبرو کې ګډون ونکړ بلکې خونړیو حملو ته یې زور ورکړ.

په همدې حال کې پاکستان ټینګار کوي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې یوازینی رښتینی همکار دی او باید په دې مسئله کې یې پر نیت شک ونه شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس ذکریا پرون په اسلام آباد کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې پاکستان د افغانستان د سولې د بهیر همکار دی.

ښاغلی ذکریا وايي،پاکستان د افغانستان د سولې د بهیر همکار دی.
ښاغلی ذکریا وايي،پاکستان د افغانستان د سولې د بهیر همکار دی.

ښاغلي ذکریا زیاته کړه:

"غواړم ووایم چې دا به ډیره غیردوستانه وي که په افغانستان کې د سولې په برخه کې زموږ پر نیت شک وشي. هیڅوک باید په دې کې شک ونه کړي چې پاکستان په افغانستان کې د دایمي سولې او امن د ټینګښت لپاره پرله پسې او صادقانه هڅې کوي او موږ تر دې دمه د افغانستان په مشرۍ د سولې د هڅو مرسته کړې ده. پاکستان په څلوراړخیزو غونډو کې د زړه له اخلاصه برخه اخلي او د آسیا د زړه د بهیر د نظریې او اهدافو ملاتړ کوي. موږ یقین لرو چې سیاسي خبرې تر ټولو غوره لاره او په افغانستان کې د امن د ټینګښت لپاره ښه انتخاب دی."

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي سفر ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې له ریچارډاولسن سره د پاکستاني چارواکو په کتنو کې د افغانستان د سولې په اړه د بحث لپاره د څلوراړخیزو غونډو د لړۍ د بلې ناستې د نېټې د ژر تر ژره ټاکلو پرېکړه هم وشوه.

د افغان حکومت او طالبانو استازو په تیره جولای میاشت کې د لومړي ځل لپاره د پاکستان په مري ښار کې رسماً مخامخ خبرې وکړې. که څه هم هغه مهال دې خبرو ته خلک خورا زیات هیله من وو، خو د طالبانو د پخواني مشر ملاعمر د مړینې د خبر له خپریدو وروسته د دې خبرو بل پړاو تراوسه نه دی ترسره شوی.

XS
SM
MD
LG