د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

مینه پال: حکومت له بېلابېلو لارو د سولې مذاکرات مخته وړي


افغان حکومت وايي، له بېلابېلو لارو یې له مختلفو ډلو سره د سولې مذاکرات مخته وړي.

له وسله والو مخالفینو سره د سولې د خبرو د رسمي هڅو تر څنګ حکومت تاییدوي چې له بېلابېلو لارو یې له مختلفو ډلو سره خبرې پيل کړي دي.

د جمهور رئیس مرستیال ویاند دوا خان مینه پال د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت له بېلابېلو ډلو سره د سولې خبرې پيل کړي دي.

ښاغلي مینه پال د کومې مشخصې ډلې نوم یاد نه کړ خو ویې ویل چې هیله ده له مخالفینو سره د سولې خبرې نتیجه ورکړي.

حکومت تاییدوي چې له بېلابېلو لارو یې له مختلفو ډلو سره خبرې پيل کړي دي.
حکومت تاییدوي چې له بېلابېلو لارو یې له مختلفو ډلو سره خبرې پيل کړي دي.

ښاغلي مینه پال زیاته کړه:

"د افغانستان حکومت همدا اوس په ډېرو چینلونو باندې د سولې مذاکرات روان کړي دي، په دې هیله یو چې وکولای شو یوې دایمي سولې ته د یوې پروسې له لارې ورسیږو، خو تر اوسه پورې نه شو په ډاګه کولای چې له چا سره له کومو ډلو سره په مذاکراتو کې یو خو له مختلفو ډلو سره په بېلابېلو لارو خبرې مخته وړو."

د ولسمشر مرستیال ویاند په داسې حال کې د مخالفینو له بېلابېلو ډلو سره د سولې د خبرو د مخته وړلو مساله یاده کړه چې افغان حکومت تر اوسه نه دی توانېدلی په رسمي توګه د خپلو نړیوالو ملګرو له هڅو سره سره مخالفین د خبرو میز ته کېنوي.

افغان حکومت په داسې حال کې له بېلابېلو ډلو سره د خبرو د مخته وړلو مساله تاییدوي چې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز ویلي د اپریل تر پایه به د سولې پنځمه څلور اړخیزه غونډه جوړه او تر هغې وروسته به له طالبانو سره مستقیمې خبرې وشي.

په دې وروستیو کې د ولسي جرګې یو شمېر غړیو د ملا عبدالقیوم ذاکر په مشرۍ د طالبانو له ځینو مهمو قوماندانانو سره د سولې د پټو خبرو یادونه کړې.

په ولسي جرګه کې د کندهار استازي محمدنعیم لالی حمیدزي د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې له ملا عبدالقیوم ذاکر سره په پټه خبرې روانې دي او وايي هیله ده د طالبانو ډېر شمېر غړي د سولې له پروسې سره یوځای شي.

هغه وویل:

"هغه څوک چې د سولې له پروسه سره یوځای کېږي په هغه کې د ملا قیوم ذاکر نوم هم یادېږي ځینې نور مشران به هم راشي، خبرې یې له حکومت سره هم روانې کړي دي، خصوصي خبرې یې هم له قومي مشرانو او یا سیاستوالو سره روانې دي، د طالبانو ډېره غټه مشرتابه به د طالبانو له صفوفو راووځي، هغه ډله به پاتې شي چې یا یې ایرانیان د خپلو ګټو لپاره دلته جنګوي یا یې پاکستانیان جنګوي یا په دې وروستیو کې چې د روسانو نوم هم ورسره یادیږي."

د ښاغلي حمیدزي په خبره ملا قیوم ذاکر چې ډېر وخت په ګوانټنامو زندان کې تېر کړی د طالبانو په رژيم او له هغې وروسته یې مهم مسؤلیتونه په غاړه لرل او د هلمند په ډېرو ولسوالیو کې د خپلو قوم او خلکو تر منځ له پراخ نفوذه برخمن دی.

د افغانستان د سولې عالي شورا هم د سولې له پروسې سره د ملا عبدالقیوم ذاکر لېوالتیا یوه مثبت ګام بولي او وايي چې هیله ده چې د طالبانو نور مهم قوماندانان له هغه څخه په دې کار کې ملاتړ وکړي.

افغان سیاسي کارپوهان له هغې ډلې ډاکټر فیض محمد ځلاند هم ټینګار کوي چې حکومت باید له طالبانو سره د مستقیمو خبرو هڅه وکړي ځکه چې طالبانو په وار وار له هغوی سره په مستقیمو خبرو ټینګار کړی نه دا چې د هغوی په استازیتوب له بل چا سره خبرې وشي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG