د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱

"له حزب اسلامي سره د سولې په خبرو کې زیات پرمختګ شوې"


د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون
د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي: حکومت له اسلامي حزب سره چې ګلبدین حکمتیار یې مشري کوي، د سولې موافقې ته نږدې شوی دی.

د دې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون پرون چهارشنبې ازادي راډیو ته وویل، د دواړو خواوو ترمنځ په خبرو کې زیات پرمختګ شوی او اختلافي مسایل هم د ډېر جنجال وړ نه دي.

د ښاغلي اوچقون په وینا، دواړه لوري به نن له غرمې مخکې سره وګوري او ښايي مطلوبې پایلې ترلاسه کړي.

ده پرته له دې چې نور جزئیات څرګند کړي، وویل چې ډیر ژر به هغه مسایل چې حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب موافقه ورباندې کړې، خلکو ته اعلان شي.

مخکې داسې رپوټونه ورکړل شوي وو چې د ګلبدین حکمتیار اسلامي حزب په حکومت کې د څو وزارتونو غوښتنه کړې خو ښاغلي اوچقون يې په اړه خبرې ونه کړې.

د ګلبدین حکمتیار اسلامي حزب په حکومت کې د څو وزارتونو غوښتنه کړې.
د ګلبدین حکمتیار اسلامي حزب په حکومت کې د څو وزارتونو غوښتنه کړې.

ده تائید کړه چې د "تور لسته" د ګلبدین حکمتیار د نوم د ایستلو غوښتنه لري.

ښاغلي اوچقون ازادي راډیو ته وویل، حکومت دي د افغانستان د خلکو د استازي په توګه، له امریکا او ملګرو ملتونو وغواړي چې دې ټکي ته جدي پام وکړي.

عبدالخبیز اوچقون زیاته کړه:

"نړیواله ټولنه هم باید دا تعهد ولري چې د وسله والو مخالفینو ځيني غوښتنې چې د افغانستان ۱۵کلن پرمختګ، اساسي قانون او ملي حاکمیت ته زیان نه رسوي، په نظر کې ونیسي."

په کابل کې د امریکا سفارت ازادي راډيو ته په خپل وروستي بریښنالیک کې، د حکومت او ګلبدین حکمتیار د سولې د خبرو هرکلی کړی او اسلامي حزب یې له افغانانو سره سولې ته هڅولی دی.

په دې اړه د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کې د نړیوالو اړیکو استاد ودیر صافي وايي، که امریکا او نور غربي حکومتونه ډاډمن شي چې ښاغلی حکمتیار د سولې له بهیر سره یوځای کیږي، د "تور لسته" د حزب اسلامي د یو شمېر مشرانو د نومونو ایستل ګرانه خبره نه ده.

ودیر صافي زیاته کړه:

"لکه څرنګه چې له طالبانو سره د سولې خبرې پیل شوي، په قطر کې له امریکا ځيني غوښتنې وکړې او امریکا د سولې په خاطر عملي کړې. فکر کووم چې امریکا هم بل میکانیزم نه لري، له ملګروملتونو سره به مشوره وکړي او که دوی سولې ته راضي شي او د سولې پروګرام د حکمتیار ومني، بیا یې له تورلسته هم باسي."

د پوهاند ودیر صافي په وینا، د افغانستان په دولتي چوکاټ کې پر دې مسئله چې ګلبدین حکمتیار په سیاسي قدرت کې شریک شي، مخالفتونه شته خو ریښه یې د نویمې لسیزې په سیاسي او پوځي نښتو کې ده.

پوهاند ودیر صافی
پوهاند ودیر صافی

ښاغلي صافي دا هم وویل:

"امید دی چې له حکومت سره د حزب اسلامي تر یو ځای کیدو وروسته به دا اختلافونه یوازې سیاسي رنګ واخلي."

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د ښځو او نارینه افغانانو ټولنیز حقونه، د بیان ازادي او د اساسي قانون درناوی هغه ټکي دي چې حکومت سره کرښه ورته ایستلې او د سولې په هیڅ مذاکره کې به یې جوړ جاړي ته وړاندې نه کړي.

د دې شورا مرستیال هیله څرګنده کړه چې له سولې سره د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ، د اسلامي حزب یو ځای کیدل ښايي د حکومت نورې مخالفې وسله والې ډلې هم سولې ته وهڅوي.

XS
SM
MD
LG