د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۳

"د امریکا له ملاتړه پرته له اسلامي حزب سره د سولې خبرې بې پایلې دي"


د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي پلاوی وايي، که امریکا د افغانستان او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د مذاکراتو ملاتړ ونه کړي، دا خبرې به له ستونزو سره مخ شي.

د حزب اسلامي د پلاوي غړي محمدامین کریم د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، هیله ده چې امریکا په دې برخه کې خپل دریځ معلوم کړي.

د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي پلاوی وايي، امریکا باید د افغانستان او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د مذاکراتو په اړه خپل دریځ روښانه او د دې مذاکراتو ملاتړ وکړي.

د دې پلاوي یوه غړي محمدامین کریم د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که بهرني هېوادونه او په تېره امریکا د افغانستان او حزب اسلامي ترمنځ د دې مذاکراتو ملاتړ، ونه کړي، د سولې روانې خبرې به نتیجه ورنه کړي.

د سولې عالي شورا او د حزب اسلامي پلاوی د دې ناستې د ځنډیدو لامل، تخنیکي ستونزې ګڼي.
د سولې عالي شورا او د حزب اسلامي پلاوی د دې ناستې د ځنډیدو لامل، تخنیکي ستونزې ګڼي.

ښاغلي کریم زیاته کړه:

"کومه ستونزه چې تراوسه پرځای پاتې ده، هغه د سولې د مذاکراتو په اړه د بهرنیو هېوادونو او په تېره د امریکا بشپړ صراحت او له دې پروسې څخه د هغوی ملاتړ دی. که په دې هکله د امریکا څرګند دریځ معلوم نه شي، طبیعي ده چې دا خبرې به له ستونزو سره مخ شي."

ښاغلي کریم هیله وښوده چې دا ستونزه به په نږدې راتلونکي کې اواره شي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې په پام کې وه د افغانستان د سولې د عالي شورا او حزب اسلامي د پلاوي ترمنځ د سولې د خبرو درېیمه ناسته، د شنبې په ورځ جوړه شي خو لیدل کیږي چې دا ناسته وځنډیده.

د سولې عالي شورا او د حزب اسلامي پلاوی د دې ناستې د ځنډیدو لامل، تخنیکي ستونزې ګڼي.

د افغانستان د مشرانو جرګې ریيس فضل الهادي مسلمیار د حزب اسلامي له پلاوي غواړي چې خپلې طرحې دې له افغان ولس سره شریکې کړي.
د افغانستان د مشرانو جرګې ریيس فضل الهادي مسلمیار د حزب اسلامي له پلاوي غواړي چې خپلې طرحې دې له افغان ولس سره شریکې کړي.

د راپورونو له مخې د حزب اسلامي پلاوی له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې په کابل کې دی او د سولې له عالي شورا سره په خبرو بوخت دی.

تر اوسه د دواړو خوا ترمنځ دوه ځلي خبرې شوي دي.

د حزب اسلامي پلاوي په داسې حال کې د افغانستان او حزب اسلامي ترمنځ د سولې له مذاکراتو څخه د امریکا پر ملاتړ تاکید کوي چې د امریکا د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرجان کري کابل ته د خپل سفر پر مهال، له طالبانو غوښتي چې له افغان حکومت سره دې د سولې مذاکرات له سره پیل کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، کله چې د حزب اسلامي سره په نورو مواردو کې تفاهم وشي، د امریکا د ملاتړ مسئله هم اوریدلای شي.

د دې شورا مرستیال مولوي عطاءالرحمن سلیم په دې اړه ازادي رادیو ته وویل:

"د بحث وړ نور ډیر موارد لرو، کله چې دا موارد رفع او تفاهم وشي، دا موضوع یوه ستونزه نه ګڼم.د حل لار يې شته او انشاءاله توافق به وشي."

بل خوا د افغانستان د مشرانو جرګې ریيس فضل الهادي مسلمیار د حزب اسلامي له پلاوي غواړي چې خپلې طرحې دې له افغان ولس سره شریکې کړي.

ښاغلي مسلمیار د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې هیله وښوده چې د سولې د عالي شورا او حزب اسلامي ترمنځ مذاکرات، په صداقت سره پر مخ لاړ شي.

خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG