د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۱

د حزب اسلامي ځینې غوښتنې د منلو او یو شمېر یې د بحث وړ دي


Afghanistan - Afghan High Peace Council --Logo
Afghanistan - Afghan High Peace Council --Logo

د افغانستان د سولې عالي شورا یو لوړپوړی غړی وايي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له پلاوي سره د سیاسي اختلاف او له تورلست څخه د دغه ګوند د غړیو د لرې کېدو په اړه بحثونه دوام لري.

عزیز الله دین محمد د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ګلبدین په مشري له حزب اسلامي سره توافق ته رسېدل د دواړو خواو مکلفیت دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د پلاوي له خوا مطرح شوي ځینې غوښتنې د منلو وړ او یو شمېر نور یې د بحث وړ دي.

د دغې شورا یوه لوړ پوړي غړي حاجي عزیزالله دین محمد د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د حزب اسلامي د سولې له پلاوی سره له تورلست څخه د دغه حزب د غړیو د لرې کېدو په اړه بحثونه دام لري.

هغه زیاته کړه د حزب اسلامي هغه غړي چې د جنايي جرمونو مرتکبین دي د اساسي قانون له مخې باید برخورد ورسره وشي، خو د هغه په وینا د سیاسي اختلافاتو د حل په اړه ورسره بحثونه روان دي.

حاجي دین محمد
حاجي دین محمد

"د افغانستان قانون په ځانګړې توګه جنایې برخه کې وضاحت لري چې که کوم څوک جنایې ستونزه ولري نو د اساسي قانون له مخې خپله ستونزه حل کوي، خو سیاسي اختلافات چې دي پر هغو جلا بحثونه کېږي، د تور لست او پابندیانو پر موضوع هم خبرې روانې دي، دواړه لورې به ځينې مکلفیتونه واخلي او موضوع به حل کړي."

دا په داسې حال کې ده چې نږدې درې اوونۍ وړاندې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي دوه غړي په نړیوال لست کې شمال کړای شول.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا یوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل له تورلست څخه د حزب اسلامي د غړیو لرې کول، قضايي مصونیت، د نړیوالو بندیزونو ختمول کابل ته د راغلي پلاوي درې عمده غوښتنې دي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار

دا په داسې حال کې ده چې د ملي روغې جوړې قانون لس کاله وړاندې د افغانستان د ملي شورا له خوا تصویب شوی چې له مخې یې په تېرو دوه نیمو لسیزو جنګ جګړو کې ښکېلې خواوې له عدليي او حقوقي تعقیب څخه ژغوري.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د سولې پلاوی نږدې ۱۷ ورځې وړاندې کابل ته راغلی او په دریو پړاونو کې یې د سولې له عالي شورا سره ناستې درلودې.

په ورته وخت کې د افغانستان مشرانو جرګه وايي چې د حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې روانو خبرو ته خوشبینه ده.

د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار د یکشنبې په ورځ د دغې جرګې په عمومي غونډه کې هیله څرګنده کړه چې له حزب اسلامي سره د سولې توافق به د هېواد په ځینو سیمو کې د جګړې له کمېدو سره مرسته وکړي:

د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار
د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار

"خدای دې وکړي چې هغوی قوانین ومني، موږ د سولې طرفدار یو هر هغه څوک چې د افغانستان قوانین مني او د سولې له پروسې سره یوځای کېږي موږ یې هرکلی کوو، راشئ له خلکو سره یو ځای شئ، څو د افغانستان وضعیت ارام شي طبعي ده چې له حزب اسلامي سره د سولې توافق به په جګړه تاثیر واچوي او د دې مذاکراتو نتایجو ته هیله من یو."

په همدې حال کې د افغانستان د مدني ټولنو د مجمتع رییس عزیز رفیعي ازادي راډيو ته وویل ټول، افغانان د سولې غوښتونکي دي، خو د سولې په اړه هغه توافق چې د افغانانو حقونو په کې تر پښو لاندې کېږي د منلو وړ نه دي.

هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د افغانستان د جګړې د قربانیانو په اړه باید یو ځانګړی قانون را منځ ته شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG