د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۸

اوچقون: له حزب اسلامي سره به وروستي توافق ته ورسیږو


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، هیله لري چې له حزب اسلامي سره د خبرو په درییم پړاو کې وروستي توافق ته ورسیږي.

د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له حزب اسلامي سره به دریمه ناسته په نږدې ورځو کې په کابل کې وشي.

اویا په سلو کې د بېلابېلو مواردو پر سر د ګلبدین حکمتیارپه مشرۍ له حزب اسلامي سره د حکومت له توافق وروسته د سولې عالي شورا هیله ښيي چې په راتلونکو ورځو له دغه حزب سره وروستۍ هوکړې ته ورسیږي.

د سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون د جمعې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې پاتې اختلافي موارد په دې حد کې نه دي چې د سولې خبرې له ننګونو سره مخ کړي.

ښاغلي اوچقون زیاته کړه:

"د سولې عالي شورا تیره ورځ په یوې خپلمنځي ناسته کې د دواړو لورېو نظریات وڅیړل، د نظر اختلاف دومره جنجالي نه وو او دغه راپور به د شنبې په ورځ د سولې شورا د رهبرۍ له هییت سره مطرح شي او موږ هیله من یو چې له حزب اسلامي سره په دریېمه ناسته کې مطلوبې نتیجې او نهايي توافق ته ورسیږو."

له دې وړاندې د افغانستان د سولې د عالي شورا یو پلاوي د حزب اسلامي له پلاوی سره پر هغې مسودې چې درې فصله او ۲۶ مادې یې درلودې بحثونه کړي چې تقریباً اویا سلنه هوکړې ته رسیدلې وو.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یو پلاوی پنځلس ورځې وړاندې کابل ته راغی او تر دې دمه یې د سولې د خبرو دوه پړاوه خبرې کړي دي.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یو پلاوی پنځلس ورځې وړاندې کابل ته راغی او تر دې دمه یې د سولې د خبرو دوه پړاوه خبرې کړي دي.

د سولې عالي شورا په دې باور ده چې د سولې له پروسې د حزب اسلامي یو ځای کېدل به نورې وسله والې ډلې دغې لړۍ ته وهڅوي.

که څه هم داسې اوازې شته چې ښايي حزب اسلامي په قدرت کې د ونډې اخیستو غوښتنه کړې وي خو د سولې عالي شورا بیا دا ډول اوازې ناسمې بولي.

په همدې حال کې یو شمېر سیاسي کارپوهان بیا وايي چې له حزب اسلامي سره سوله نه شي کولای په افغانستان کې ملي مصالحه رامنځته کړي خو تر یو بریده به د جګړې شدت راکم کړي.

سیاسي کارپوه محب الله شریف په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زه فکر کوم چې د دولت او حزب اسلامي ترمنځ سوله به په دې معنا نه وي چې په ټول افغانستان کې جګړه ییزه جبهه په ټپه ودریږي بلکې دا به د جګړې یوه برخه کراره کړي."

له دې وړاندې ځینو کارپوهان له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې د جګړې اصلي لوری طالبان دي او مهمه ده چې دوي د سولې خبرو ته حاضر شي خو طالبانو بیا تل د سولې په خبرو کې له خپله ګډون انکار کړی.

محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG