تازه خبر
سه شنبه ۲۶ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۰۳

د نشه يي موادو ۲ نړیوال قاچاق وړونکي افغانستان کې ونیول شول

په تور لېست کې شامل نړیوال قاچاق وړونکی، حاجي وطن
په تور لېست کې شامل نړیوال قاچاق وړونکی، حاجي وطن

د افغانستان، امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو د استخباراتي ادارو تر ۱۰ کلنو پلټنو وروسته حاجي وطن او آغا محمد، د مخدره موادو دوه نامتو قاچاق وړونکي ونیول شول.

د دغو دوو کسانو نومونه له کلونو راهیسې د قاچاق وړونکو په تور لېست کې شامل و.

د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې معین باز محمد احمدي وایي، حاجي وطن د ننګرهار په اچین کې د خاصو عملیاتو په پایله کې ونیول شو او آغا محمد چې د حاجي لعل جان زوی او د مخدره موادو د مافیا غړی دی، په هلمند کې نیول شوی دی.

ښاغلی احمدي وايي:

"حاجي وطن نومی چې د ننګرهار د اچین اصلي اوسېدونکی دی او نوم یې د نړیوالو قاچاق وړونکو په لېست کې شامل دی، موږ وتوانېدو چې دی ونیسو او موږ هڅې کوو چې حاجي لعل جان هم بیا ونیسو."

د آغا محمد پلار حاجي لعل جان هغه کس دی چې له خپلو شپږو نورو ملګرو سرهپه ۲۰۱۱ میلادي کال کې د امریکا له خوا تر څارنې لاندې ونیول شو او د امریکا ولسمشر پر دوی بندیزونه وضع کړل.

آغا محمد د حاجي لعل جان زوی او د مخدره موادو د مافیا غړی دی.
آغا محمد د حاجي لعل جان زوی او د مخدره موادو د مافیا غړی دی.

حاجي لعل جان چې د هلمند اوسېدونکی دی، د امریکا د دغه لېست په سر کې ځای لري.

دغه کس د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر مهال ونیول شو خو وروسته له یو کال بنده کله چې د کندهار زندان ته لېږدول کېده، وتښتېد.

دی اوس د پاکستان د بلوچستان ایالت د کوټې په ښار کې ژوند کوي او په دې تورن دی چې زرګونه ټنه مخدره مواد یې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته قاچاق کړي دي.

باز محمد احمدي وایي، د حاجي لعل جان د زوی نیول به د هغه د پلار په پیدا کولو کې مرسته وکړي.

ښاغلی احمدي وایې په ۱۳۹۴ او ۱۳۹۵ کلونو کې هم د مخدره موادو ۱۰ تنه ستر قاچاق وړونکي نیول شوي او دوسیې یې عدلي او قضایې ارګانونو ته سپارل شوي دي.

دی له عدلي او قضایي ارګانونو غواړي چې د دغو کسانو دوسیې په جدي توګه و څاري.

لویې څارنوالۍ په دې اړه چې آیا د دغو ۱۲ کسانو د دوسیې څېړل یې پیل کړي او که نه، زموږ پر له پسې تماسونو ته ځواب را نه کړ.

له دې ټولو سره په عدلي ارګانونو کې فساد او د سترو قاچاق کوونکو د نیولو او د هغوی د نومونو په افشا کېدو کې له مخدره موادو سره د مبارزې د ادارو کم کارۍ زیات انتقادونه راپارولي دي.

له مخدره موادو سره د مبارزې معینیت هم دا مني چې په دې څو کلونو کې د قاچاق وړونکو د نیولو لپاره اراده موجوده نه وه.

باز محمد احمدي وایي، د حاجي لعل جان د زوی نیول به د هغه د پلار په پیدا کولو کې مرسته وکړي.
باز محمد احمدي وایي، د حاجي لعل جان د زوی نیول به د هغه د پلار په پیدا کولو کې مرسته وکړي.

باور پر دې دی چې که د نیول شویو قاچاق وړونکو د دوسیو په څېړلو کې عدالت پلی نشي نو د هغوی نیول به بې معنا وي.

په ولسي جرګې کې د خلکو یو تن استازی قدرت الله ذکي په دې اړه وایي:

"که عدلي او قضایي ارګانونه پرته له رشوته اقدام وکړي نو له ورته پدیدو به خلاص شو. نیول شوي کسان باید مجازات کړي او هغه کسان چې له دوی سره اړیکې لري هم پیدا کېدای شي. دا د هېواد په ګټه یو ښه اقدام دی."

د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې معینیت چې د یکشنبې په ورځ یې خپلې یو کلنې موندنې له خبریالانو سره شریکولې، سیمه ییزو چارواکو ته د کوکنارو د کروندو او مخدره موادو د له منځو وړلو د مدیریت سپارل یو ناسم اقدام وباله.

د هوایې ځواک او تجهیزاتو نشتون هغه بله ستونزه ده چې د دغه معینیت چارواکي یې د خپل کار پر وړاندي ستر خنډونه بولي خو زیاتوي چې د دغې ستونزې د لیرې کولو لپاره هڅې دوام لري.

راپور: قسیم سوله مل

​
XS
SM
MD
LG