تازه خبر
چهارشنبه ۴ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۴۳

د نشه يي توکو ۵۰۸ قضيي تر څیړنو لاندې دي

د جرایمو، مسکراتو او د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ځانګړې څارنوالۍ وايي، په ۱۳۹۴ لمریز کال کې یې په دې برخه کې څه باندې ۵۰۰ قضیې څیړلي دي.

د دې مرکز مسوولینو د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، اړوندو محاکمو له دې جملې څخه پر ۳۶۹ قضیو وروستی حکم صادر کړی دی.

د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د ځانګړې څارنوالۍ مسوولین، دغه مبارزه مهمه ګڼي او د دې موادو د تولید او چاقاق د مخنیوي لپاره، د نړۍ د هېوادونو پر مرستو تاکید کوي.

د یاد مرکز د ځانګړې څارنوالۍ رييس یار محمد حسین خېل د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، په ۱۳۹۴ لمریز کال کې په دې اړه ۵۷۲ قضیې ور رسیدلي چې پر ۵۰۸ یې څیړنې روانې دي.

ښاغلي حسین خېل وویل، د مخدرو مواد د لیږدولو په تور ۶۲۴ کسان نیول شوي چې د عامه خدمتونو ۳۶ موظفین،۱۲ ښځې د ایران او کاناډا درې تبعه په کې شامل دي.
ښاغلي حسین خېل وویل، د مخدرو مواد د لیږدولو په تور ۶۲۴ کسان نیول شوي چې د عامه خدمتونو ۳۶ موظفین،۱۲ ښځې د ایران او کاناډا درې تبعه په کې شامل دي.

ښاغلي حسین خېل وویل، په دې قضیو کې ۱۶۲ مظنون نه درلود او ۶۴ یې ۱۳۹۳ کال پورې اړه لرله چې ډیرې یې د وروستې حکم په نیت، اړوند محاکمو ته استول شوي دي:

ښاغلي حسن خېل زیاته کړه:

"هغه قضیې چې د الزام دلایل یې موجود وو، د ابتدایه څارنوالۍ له خوا یې صورت دعوا شوې او محاکمو ته تعقیب شوي، له دې جملې نه پر ۵۲۴
قضیو محاکمو حکم کړی چې د ۳۶۹ قضیو حکم نهايي شوی، ۱۵۵ تر محاکماتي دوران لاندې دي او ۴۸زموږ په تحقیق او ابتداییه پروسه کې شاملې دي."

ښاغلي حسین خېل وویل، د مخدرو مواد د لیږدولو په تور ۶۲۴ کسان نیول شوي چې د عامه خدمتونو ۳۶ موظفین،۱۲ ښځې د ایران او کاناډا درې تبعه په کې شامل دي.

ده دا هم په نیول شوېو کې د دې مرکز یو لوړ پورې افسر هم شته.

د جرایمو، مسکراتو او مخدرو موادو پر ضد د عدلي او قضایي مرکز د ځانګړې څارنوالۍ مسوولینو وویل، په ۱۳۹۴ کال کې له نیول شوېو کسانو سره افغانۍ، ایراني تومان، هندۍ او پاکستانۍ کالدارې، د عربي اماراتو درهم او امریکایي ډالر هم وو چې دغه پیسې مرکزې بانک ته حواله شوي دي.

ښاغلي حسین خېل وویل، د مخدرو مواد د لیږدولو په تور ۶۲۴ کسان نیول شوي چې د عامه خدمتونو ۳۶ موظفین،۱۲ ښځې د ایران او کاناډا درې تبعه په کې شامل دي.
ښاغلي حسین خېل وویل، د مخدرو مواد د لیږدولو په تور ۶۲۴ کسان نیول شوي چې د عامه خدمتونو ۳۶ موظفین،۱۲ ښځې د ایران او کاناډا درې تبعه په کې شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې په ۱۳۹۴ کال کې د مخدرو موادو په تولید او قاچاق د وړم کال په نسبت ۴۸ او د کوکنارو په کښت کې ۱۸ فیصده کموالی راغلی دی.

د دې مرکز د معلوماتو له مخې په وړم کال کې دغه مرکز ته ۶۶۳ قضیې رسیدلې وې، حال دا چې په تېرکال کې دغه شمېره کمه وه.

د چارو پوهان په دې نظر دي چې د مخدرو موادو د تولید او قاچاق د مخنیوي لپاره، یوازې د عدلي او قضايي ارګانونو هڅې کافي نه دي بلکې حکومت باید د دې مبارزه د اغیز منتوب لپاره، د سیمې او نړۍ د هېوادونو مرستې جلب کړي.

د دې کارپوهانو له ډلې، نجیب فهیم ازادي راډیو ته وویل:

"په دې کې شک نشته چې د دې موادو له قاچاق کوونکو سره مبارزه یو ضرورت دی، خو دا ستونزه سیمه ییزه او نړېواله ده او افغانستان باید په هېواد کې دننه او بهر، د سیمې او نړۍ د هېوادونو په مرسته، ګډه او هر اړخیزه مبارزه وکړي."

د جرایمو، مسکراتو او مخدرو موادو ځانګړې څارنوالۍ هم له ملګرو ملتونو غواړي چې د هغو کیمیاوي موادو مخه دې ونیسي چې افغانستان ته داخلیږي او د هیروینو په جوړولو کې کاریږي.

سره له دې چې افغان حکومت تل د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې او عملیاتو او همدا رنګه د عامه پوهاوې د پروګرامونو په اړه ویلي، خو راپورونه وايي چې افغانستان اوس په هغو هېوادونو کې شامل دی چې دغه مواد په کې ډیر تولیدیږي.

خان محمد سیند

​
XS
SM
MD
LG