د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو د ملي اردو په یوه رینجر کې ۳۲۵ کيلوګرامه خام چرس چې په ډېر مهارت سره يې ځای پر ځای کړي وو؛ له څلور کسانو عاملينو سره نیولي دي.
د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقي وال د شنبې پهورځ ناوخته په یوې خبري ناسته کې وویل چې دغه رینجر د بهسود ولسوالۍ اړوند د ثمرخېلو په تلاشی کې نیولي چې له کابل څخه د شینوارو غني خېلو ولسوالۍ ته انقتالول:
"د مرکز د اطلاع پر اساس د بهسود ولسوالۍ اړوند د ثمرخېلو په ساحه کې په یوه عراده رینجر موټر کې درې سوه پنځه ویشت کیلوګرامه خام چرس چې په ډېر مهارت سره يې ځای پرځای کړي وو او غوښتل يې له کابل څخه غني خيلو ته انتقال کړي؛ له څلورو کسانو سره نیولي دي چې په اړه څیړنې روانې دي."
نوموړی وايي، د دې پېښې په اړه څيړنې روانې دي؛ خو په خبره يې نیول شوي کسان د ملي اردو په جامه کې وو او د حکومت وسلې هم ورسره وې؛ خو دا لا څرګنده نه ده چې د کومې قطعې پورې تړاو لري:
"دا څلور نفره چې په رینجر کې ناست وو؛ وسلې هم ورسره وې په نظامي لباس کې وو؛ خو دا نه ده معلومه چې د چا پورې تړاو لري او د کومې قطعې کسان دي."
له دې وړاندې یو شمېر کتونکو په وار - وار د نشه يي او چاودیدونکو توکو په قاچاق کې امنيتي کسان تورنول؛ خو دا لومړی ځل دی چې د ملي اردو په رینجر کې نشه يي توکي او په تړاو يې نظاميان نیول کیږي.
راپور: شاه محمود شینواری - ننګرهار