د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

وسله وال په پکتيا کې ډېرې پيسې له قاچاقو لاسته راوړي


د پکتيا يو شمېر ملکي او نظامي چارواکي وايي، په پکتيا کې طالب وسله وال ډېرې پيسې د مخدره موادو له قاچاق څخه ترلاسه کوي.

د ولايتي چارواکو په خبره، دغه مخدره مواد پکتيا ته د افغانستان له نورو ولايتونو څخه راوړول کيږي او وروسته له زېرمه کېدو بيا له دې ځایه په مناسبو وختونو کې په پټو لارو د پېر او پلور ځايونو ته لېږدول کيږي.

د پکتيا په امنيه قومندانۍ کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مدير سمونوال محمد عسکر وايي، په ډېرو هغو سيمو کې نشه يي توکي زېرمه او کرل کيږي چې د افغان حکومت تر ولکې لاندې نه دي.

ښاغلي عسکر زیاته کړه:

"هغو ساحو کې زيات کرل کيږي او زېرمه کيږي چې ددولت تر واک لاندې ساحو نه لرې دي، تاسو کې که اودکی چا ليدلی وي، خاص د زرمت ساحې نه هغه خواته د کلالګو په سيمه کې په هغه ساحه کې وچ غړک، غړک ، د مچلغو د برګيو په ساحه کې او نورو هغو سيمو کې چې غريزې سيمې دي دلته يې زېرمه کوي او کري."

نوموړی دا هم وايي چې له دغو زېرمه شويو نشه يي توکو او قاچاق څخه ډېرې پيسې وسله والو ته ورځي او په خبره يې د وسله والو ډېره هڅه همدا ده چې د پکتيا يو شمېر سيمې د قاچاق لپاره نا امنه وساتي.

يوځل بيا سمونوال محمد عسکر وویل:

"همدغه وسله وال دي چې دې ته يې زمينه برابره کړې چې کرونده وشي او ډېره ګټه وسله والو ته په لاس ورشي."

د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ هم دا خبرې تاييدوي او وايي، دوی په ډېرو سيمو کې عمليات پلان او ترسره کړي دي چې په ډېر کم وخت کې يې په زياته اندازه نشه يي توکې نيولي او سوځولي دي.

نوموړی زیاتوي د دغو نشه يي توکو کر او زېرمه په هغو لېرو پرتو سيمو کې کيږي چې ډېر يې د حکومت له حاکميت څخه د باندې دي:

"دا دې پکتيا ولايت په ډېرو لرو سيمو کې چې ډېرې محدودې سيمې دي، ټوله پکتيا نه ده پرې لړلې، د اودکي په سيمه کې يو څه کرل کيږي او د غړک او وچ غړک په سيمو کې کم کم کرل کيږي چې موږ هڅه کوو، د کرلو ممانعت يې وکړو او که وتوانېدو د زېرمه کېدو مخه يې هم ډب کړو."

د ده په خبره، هڅه به يې دا وي چې د پکتيا ډېرې هغه سيمې به له وسله والو څخه پاکې کړي چې د نشه يي توکو د قاچاق لپاره ترې ګټه پورته کوي.

حکومتي چارواکي دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د پکتيا ولايتي شورا وکيلان او يو شمېر مدني فعالان بيا وايي چې د نشه يي توکو قاچاق د مافيا په لاس کې دی او د پکتيا ډېرې سيمې همدغو مافيايي کړيو په لوی لاس د خپلو قاچاقو د توليد او پروسس لپاره نا امنه کړې دي.

د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د پکتيا امنيتي ځواکونو په پکتيا کې ۱۱۶ منه چرس او د پروسس څلور مرکزونه نيولي وو.

راپور- داود تپان- پکتيا

XS
SM
MD
LG