د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

پاکستان: کابو ۶۰ میلیونه کسان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي


د پاکستان د حکومت ارزوني ښیي چې په هغه هېواد کې نږدې ۶۰ میلیونه کسان د بېوزلۍ تر سرې کرښي لاندې ژوند کوي.

دغه ارزونه د یوه نوي فورمول له مخې شوي چې روغتیا او زده کړه د اساسي اړتیاوو په توګه په پام کې نیول شوي دي.

د نوي راپور له مخې په پاکستان کې د تېرې ارزونې په پرتله د بېوزلۍ کچه درې برابره ډېره شوې ده.

د پاکستان د پلان کمېسیون د خپلې دغې نوې ارزوني راپور د پنجشنبه په ورځ خپور کړی دی.

په هغه هېوادکې تېرو ارزونو ښودلې وه چې شل میلیونه وګړي په بېوزلۍ کې ژوند کوي، خو د نوې ارزونې له مخې دا شمېره درې برابره لوړه شوې او د هغو کسانو شمېر چې د بېوزلۍ تر سرې کرښې لاندې ژوند کوي ۶۰ میلیونه وګړي ښیې.

یو توپیر دا دی چې د پاکستان حکومت وړاندې د بېوزلۍ کچه د خوړو او انرژۍ د اړتیا له مخې معلوموله، خو دا ځل یې په هغه هېواد کې د بېوزلۍ د کچي معلومولو لپاره له نوي فورمول څخه کار اخستی چې روغتیا او زده کړې د خلکو له اساسي اړتیاوو څخه په کې ښودل شوي دي.

د پاکستان د پلان او پراختیا وزیر احسان اقبال ویلي چې نور ۲۰ میلیونه وګړي هم د زیان منونکو کسانو په ډله کې راځي چې د نوي میتود د بېوزلۍ کرښې ته د ورتګ له ګواښ سره مخامخ دي.

د پاکستان د پلان کمېسیون اټکل کوي چې هلته اووه میلیونه او شپږ لکه لویان د هرې کورنۍ پر سر په میاشت کې ۳،۰۳۰ پاکستاني روپۍ چې ۳۰ ډالره کېږي، عاید لري.

له دې سره د راپور له مخې د بېوزلۍ کچه له ۹ فیصده څخه ۲۹ فیصده ته لوړه شوې ده.

پاکستاني چارواکي وایې دا نوی فورمول د هغو معیارونو او اصولو سره سم کارول شوی دی چې د نړۍ نور هېوادونه یې هم کاروي.

د پاکستان د پوهني فعالان وایي د میتود دغه بدلون کولی شي حکومت دې ته اړباسي چې د بودجې ډېره برخه په پراختیایې کارونو ولګوي چې هم بنیادي دي او هم د روغتیا او زده کړې په برخه کې د خلکو لپاره ټولنیز خدمات رانغاړي.

د صدراعظم نواز شریف حکومت هڅه کوي د امنیتي ستونزو او هم د انرژۍ بحران په راکمولو سره د هغه هېواد اقتصاد پیاوړی کړي.

XS
SM
MD
LG