اذربایجان په ناګورنو قره باغ لانجمنه سیمه کې هغه بیلتون غوښتونکي چې ارمنستان یې ملاتړ کوي، ملامته کړي دي چې له اوربنده یې سرغړونه کړې ده.
د اذربایجان دفاع وزارت په یوه بیان کې نن وویل چې بیلتون غوښتونکو په تیرو څلورویشت ساعتونو کې یوسل او نولس ځله اوربند مات کړی دی.
بل لور ته د اذربایجان دفاع وزارت ادعا کړې ده چې ارمني ځواکونو د اذربایجان د نخجوان پر څو سیمو ډزې کړې دي. نججوان د ارمنستان، ایران او ترکیې تر منځ پرته سیمه ده.
د روسیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو نن په باکو کې د اذربایجان د بهرنیو چارو له وزیر سره غونډه وکړه. په دې غونډه کې پر دې خبرې وشوې چې په سیمه کې بیا تازه جګړې پيل نه شي.
تر غونډې وروسته د درې واړو وزیرانو ګډې خبرې غونډې ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل:
"موږ باور لرو چې اوسنی وضعیت موږ ټولو ته دا بلنه راکوي چې پخوانیو تړونونو ته په ډیر دقت وګورو او په لومړۍ کرښه کې د باور رامنځته کولو لپاره اقدامات وکړو."
د دغو ډیپلوماټیکو هڅو په ترڅ کې بلې خوا ته د روسیې صدراعظم دیمیتري میدفیدیف نن ناوخته ایران ته ځي.
د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر المار محمدیاروف وویل، د ارمنستان له لوري په ناګورنو قره باغ کې اوسنی وضعیت د منلو نه دی او له دې سره په سیمه خامخا شخړې زیاتیږي.
د اذربایجان ولسمشر الهام علییف د چهارشنبې په ورځ وویل، هېواد یې چمتو دی چې د شخړو د پای ته رسیدو لپاره د خبرو بهیر ته دوام ورکړي:
"زه غواړم چې رسنیو ته دا ووایم چې اذربایجان خبرو ته ژمن دی. موږ غواړو چې دا ستونزه په سوله ییز ډول د نړیوالو قوانینو او اصولو له مخې حل شي."
د اپریل له پنځمې راهیسې چې اوربند شوی دی. اذربایجان او په ناګورنو قره باغ کې بیلتون غوښتونکي وایي چې د ارتباط په کرښه کې وضعیت که څه هم ارام دی خو کړکیچن ښکاري.
اوربند وروسته تر هغه وشو چې د اپریل په دوهمه جګړې پیل شوې. د څلورو ورځو په ترڅ کې د قفقاز په دې جنوبي غرونو کې داسې سختې خونړۍ نښتې وشوې چې په څو لسیزو کې یې ساری نه و.
باکو او ایروان د ناګورنو قره باغ پر سر لانجه لري. ارمنستان د نویمو کلونو په جګړو کې د هغو بیلتون غوښتونکو ملاتړ کاوه چې هغه سیمې یې لاندې کړې وي چې پکې ډير اذریان اوسیدل. په دې جګړو کې شاوخوا دیرش زره کسان وژل شوي وو.
د دې لانجې د هواري لپاره تر اوسه د دیپلوماتیکو هڅو له لارې لږ پرمختګ رامنځته شوی دی.