د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

په نوګورنو-قره باغ کې اوربند رامنځته شو


په ناګورونو قره باغ کې اذربایجاني پوځيانو او هغو بېلتون غوښتونکو چې ارمنستان یې ملاتړ کوي، پرون سې شنبې وویل چې اوربند ټینګ شوی دی.

ناګورنو قره باغ له ۱۹۸۸ نه تر ۱۹۹۴ میلادي جګړې وروسته چې کاله یې دوام وکړ له اذربایجان څخه خپلواکي اعلان کړه.

نګورنو قره باغ له ۱۹۸۸ نه تر ۱۹۹۴ میلادي کال جګړې وروسته له اذربایجان څخه خپلواکي اعلان کړه
نګورنو قره باغ له ۱۹۸۸ نه تر ۱۹۹۴ میلادي کال جګړې وروسته له اذربایجان څخه خپلواکي اعلان کړه

په دې جګړه کې تر ۳۰ زره زیات انسانان ووژل شول.

که څه هم په ناګورنو قره باغ کې اذریان او ارمنیان ګډ اوسي خو د اذربایجان او ارمنستان پوځونه وخت – ناوخت د دې سیمې پر سر نښتې کوي.

د اذربایجان او ارمنستان پوځونه وخت – ناوخت د دې سیمې پر سر نښتې کوي.
د اذربایجان او ارمنستان پوځونه وخت – ناوخت د دې سیمې پر سر نښتې کوي.

د ارمنستان دفاع وزیر پرون ازادي راډیو ته وویل چې د دوه اړخیزې موافقې پر اساس، د ارمني او اذري پوځیانو ترمنځ د جګړې پر لومړۍ کرښه پوځي عملیات بند شول.

د اذربایجان ولسمشر الهام علییف پرون د باکو په یوه روغتون کې د خپلو زخمیانو عسکرو او منصبدارانو پوښتنې ته ورغی او له خپله لوري يې اوربند اعلان کړ.

الهام علییف:

د اذربایجان ولسمشر الهام علییف
د اذربایجان ولسمشر الهام علییف

"زه یو وار بیا وایم چې اذربایجان له خپله لوري ټول پوځي ګامونه په ټپه دروي خو په یوه شرط او هغه دا چې دښمن باید د اذربایجان له دې کاره ناوړه استفاده ونه کړي، هغوی هم باید اوربند کړي، په خپلو مورچوکې پاتې شي او حرکت ونه کړي، موږ پر خپله خاوره جنګېږو."

نړیوالو قدرتونو پر دواړو هېوادونو ږغ کړی چې خپل پوځيان له جګړې په شا کړي او له زغمه کار واخلی.

په ناګورنو قره باغ کې د ارمنستان او اذربایجان د پوځيانو ترمنځ وروستۍ جګړې ته په اشاره، د جرمني د بهرنیوچارو وزیر فرانک والټر شټاین مایر پرون وویل چې پوځي نښتې د هیڅ بحران حل نه شي موندلای.

شټاین مایر په دې مسئله له روسي اړخ سره د خپلو خبرو یادونه هم وکړه.

فرانک والټر شټاین مایر زیاته کړه:

د جرمني د بهرنیوچارو وزیر فرانک والټر شټاین مایر
د جرمني د بهرنیوچارو وزیر فرانک والټر شټاین مایر

"ما د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره ټلیفوني خبرې وکړې، زه داسې وپوهېدم چې روسیه په سیمه کې د وضعیت له خرابېدو هیڅ ګټه نه ویني نو له دې امله له ارمنستان سره د خپلو نږدې اړیکو پر اساس د جګړې د پای ته رسولو هڅې کوي، روسیه له اذربایجان سره هم د خپلو اړیکو په حساب، د روان تشدد د ختمولو کوښښونه کوي."

رپوټونه وايي چې د روسیې ولسمشر ولادي میر پوتین د اذربایجان او ارمنستان پر ولسمشرانو غږ کړی چې ژر تر ژره دا ډاډ ورکړي چې په ناګورنو قره باغ کې د اوربند درناوي کېږي.

د کریملن د خبرپاڼې په حواله، پوتین پرون له دواړو ولسمشرانو الهام علییف او سرژ سرکسیان سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

د روسیې ولسمشر ولادي میر پوتین د اذربایجان او ارمنستان پر ولسمشرانو غږ کړی چې ژر تر ژره دا ډاډ ورکړي
د روسیې ولسمشر ولادي میر پوتین د اذربایجان او ارمنستان پر ولسمشرانو غږ کړی چې ژر تر ژره دا ډاډ ورکړي

په خبرپانه کې ویل شوي چې روسیه به د دریمګړي په توګه خپلې هڅې جاري وساتي څو په ناګورونو قره باغ کې حالت نورمال شي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ کړنلارې مشرې فدریکا موغریني پر اذربایجان او ارمنستان غږ کړی چې اوربند ټینګ کړي او د ملکي وګړو امنیت ته پام وکړي.

راپور: فرشته جلالزۍ

XS
SM
MD
LG