د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۰

سرنوشت: د پسه په پوست کې پټ لېوان


د سولې په عالي شورا کې فساد او د افغانستان په روانو جګړو کې د پاکستان لاسوهنه د کابل چاپ د نننیو ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په سولې عالي شورا کې شوي اداري فساد ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې او لیکلي دي چې د پسه په پوست کې پټ لېوان.

په سرمقاله کې د سولې عالي شورا د یوه غړي شهزاده شاهد په حواله لیکل شوي چې د سولې شورا یو شمېر پخواني او اوسني غړي په اداري او استخباراتي فساد کې لاس لري.

د سرمقالې لیکوال ویلي، د شهزاده شاهد ادعا عادي خبره نه ده او د فساد عاملین باید عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي.

د ورځپاڼې په باور، د جرم له اثبات وروسته باید دا کسان د خاینو څېرو په توګه ولس ته معرفي شي او له قانون سره سمه سزا ورکول شي.

کابل پوسټ:

کابل پوسټ ورځپاڼې بیا د سولې اړوند یوې بلې موضوع ته یو تحلیلي مطلب ځانګړی کړی او لیکلي دي چې د طالبانو د بېلابېلو مخالفو ډلو یوځای والی د سولې پروسې ته ګټه رسوي.

د مطلب په یوه برخه کې د ملا عبدالقیوم ذاکر خبرو ته اشاره شوې چې ویلې یې دي، دی به له خپلو طالبانو سره له ملا اختر محمد منصور سره بیعت وکړي.

په مطلب کې د نظر د خاوندانو په حواله لیکل شوي چې د سولې د بهیر په وړاندې ستر خنډ د طالبانو څو ډلې والی دی او که طالبان سره یو لاس شي، د سولې میز ته حاضرول به یې هم اسانه وي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې بیا د افغانستان په روانه جګړه کې د پاکستان لاسوهنې ته په اشارې یوه مطلب ته دا سرلیک ورکړی چې پاکستان په زابل کې طالبانو ته موټر سایکلونه او چاودیدونکي مواد ورکوي.

په مطلب کې په ولسي جرګه کې د زابل د استازي حمیدالله توخي په حواله لیکل شوي، هغه لارۍ موټر چې د زابل او پاکستان ترمنځ ګډه پوله کې تګ را تګ کوي، د بار په منځ کې طالبانو ته موټرسایکلونه او چاودېدونکي توکي راوړي.

د زابل د ولایتي شورا غړي حاجي هاشم هم دغه موضوع ورځپاڼې ته تائيد کړې خو په مطلب کې د زابل د والي د ویاند ګل اسلام سیال په حواله لیکل شوي چې د زابل-پاکستان ترمنځ سرحدي سیمه کې یې امنیتي تدابیر ټینګ کړي او د لاریو په تګ را تګ بندیز لګول شوی دی.

هېواد:

د تاریخي دښمن په لمسون بهرنیانو پر افغانستان یرغلونو ته زور ورکړی دا د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی.

په سرمقاله کې د ملي امنیت د سرپرست مسعود انداربي وروستیو خبرو ته اشاره شوې چې ویلې یې دي، د پاکستان استخباراتو د وسله والو مخالفینو روزنې ته زور ورکړی او سږ کال به هم د جګړو په لیکو کې له وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG