افغانستان او قزاقستان یو تر بله د اقتصادي اړیکو د لاټینګښت په نیت، د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوه تفاهمنامه لاسلیک کړه.
په افغانستان کې د قزاقستان سفیر وویل، هېواد يې په مختلفو برخو کې د افغانستان ملاتړ کړی او دا همکاري به دوام وکړي.
په همدې مقصد د چهارشنبې په ورځ په کابل کې، د افغانستان او قزاقستان د لوړو پوړو چارواکو ترمنځ، یوه تفاهمنامه لاسلیک شوه.
په افغانستان کې د قزاقستان سفیر اومرتای بیتیموف، په کابل کې د قزاق د سوداګریزې خونې د پرانستو پرمهال وویل، هېواد یې په مختلفو برخو کې د افغانستان ملاتړ کړی او دغه همکاري به نوره هم دوام وکړي.
ده وویل، هیله من دی چې په افغانستان کې ډېر ژر سیاسي او اقتصادي وضعیت ښه شي:
"قزاقستان به تل د افغانستان په څنګ کې وي او غواړو چې د دې هېواد په سیاسی او اقتصادي وضعیت کې ډېر ژر پرمختګ رامنځته شي."
افغانستان او قزاقستان له پخوا راهیسې یو تر بله اقتصادي او سوداګریزې اړیکي لرې خو اوس هڅې تېزې شوي چې دا اړیکې لا پراخې شي.
قزاقستان د منځنۍ اسیا په بډایو هېوادونو کې شمېرل کېږي چې پراخې زېرمې او حاصل خېزې ځمکې لري.
افغانستان اوسمهال له قزاقستان څخه، اوړه، غنم، نفتي او د ساختماني چارو مواد او داسې نور څه واردوي او هغه هېواد ته وچې او تازه میوې، سبزیجات، حیواني محصولات، قالینې او طبي بوټي صادروي.
په ورته وخت کې په مشترک المنافع هېوادونو کې د جمهور رییس استازی شاکر کارګر وايي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکي نورې هم پراخې شي.
ښاغلي کارګر د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو په غیر متوازن وضعیت انتقاد وکړ:
"له سیاسي پلوه زموږ مناسبات په لوړه کچه کې دي خو په خواشینۍ سره چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز بیلانس د منلو نه دی، زموږ واردات زیات او صادرات مو لږ دي."
د معلوماتو له مخې، قزاقستان ته د افغانستان کلني صادرات ۹،۵ میلیونه ډالره او واردات یې ورڅخه ۴۰۰ میلیونو ډالرو ته رسېږي.
د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي وویل، افغانستان به په لږه موده کې په قزاقستان کې یوه تجارتي خونه افتتاح او هڅې به وشي چې د د واړو هېوادونو ترمنځ، سوداګریزې او ترانزیتي ستونزې اوارې شي:
"موږ هم لېواله یو چې په نږدي راتلونکې کې به قزاقستان کې د سوداګرۍ خونه ولرو او د راکړې ورکړې د ښه والي لپاره به یوه شورا هم جوړه کړو."
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د مګړۍ افغان سوداګر خپل مالونه د قزاقستان له لارې، روسېې او چین ته رسوي.
ښاغلي الکوزي له قزاق پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګې واچوي.
راپور: خان محمد سیند