افغانستان له قزاقستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو شپږ سندونه لاسلیک کړل، دغه سندونه قزاقستان ته د افغان ولسمشر او ورسره حکومتي پلاوي د دوه ورځني رسمي سفر پر مهال لاسلیک شول. افغان چارواکي دا سفر د افغانستان لپاره ګټور او له لاسته راوړنو ډک بولي.
دا په داسې حال کې ده چې دغه سندونه د همکاریو شپږ سندونه له پېښو سره د مبارزې، کلتوري چارو، افغانستان ته د غنمو د واردولو، په افغانستان کې د ډېپلوماسۍ د یوه انسټېټیوټ د جوړولو، نورم او سټنډرډ او د اورګاډي د پټلۍ په تخنیکي چارو کې د ظرفیت جوړونې په برخو کې دي.
دغه راز د امنیت په برخه کې همکارۍ، اقتصادي چارې، د سوداګرۍ پراختیا، په ټرانزیټ کې د آسانتیاو رامنځ ته کول، ښوونه او روزنه هغه نورې برخي وې چې د افغانستان حکومتي پلاوي قزاقستان ته په خپل سفر کې ورباندې پراخ بحثونه درلودل.
ولسمشر محمد اشرف غني د یادو سندونو د لاسلیکېدو پر مهال وویل، چې تروریزم د افغانستان او سیمې ګډ ګواښ دی او پر وړاندي یې د ګډې مبارزې ټینګار وکړ.
ښاغلي غني زیاته کړه:
"تروریزم ښه او بد نه پېژني. پوله نه پېژني. دین او فرهنګ نه پېژني. بنا له دې ګډ ګواښ سر به موږ ټوله په تمرکز، همکارۍ او بشپړې ارادې سره مبارزه وکړو."
د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربایف هم له افغانستان سره د خپل هېواد اړیکې ښې یادې کړې او ویې ویل چې هېواد یې تل د افغانستان د ثبات له بهیر څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی.
ښاغلي نظربایف وویل:
"قزاقستان په ټولو کنفرانسونو کې د افغانستان د ثبات له بهیر څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی. موږ له تېرو دریو لسیزو راهیسې د افغانستان له حالاتو څخه خبر یو."
په تخصصي برخو په ځانګړې توګه د اورګاډي د پټلۍ په برخه کې د کدرونو روزنه هغه بله مسئله وه چې قزاقستان د ښوونې او روزنې په برخه کې له افغانستان سره د مرستې ژمنه وکړه.
د غنمو په برخه کې موافقه وشوه چې دواړه لوري به د یوه چوکاټ له مخې افغانستان ته غنم واردوي او قزاقستان چمتووالی وښود چې د اړتیا له مخې به افغانستان ته تر شپږ لکه ټُنه پورې غنم صادر کړي.
دغه راز قزاقستان ژمنه وکړه چې افغان سوداګرو ته به د ویزې آسانتیا رامنځ ته کوي او دواړه لوري به یو پلاوی ټاکي څو هغه افغان سوداګرو ته د ټرانزیټ په برخه کې زیات امتیازات ورکړل شي چې دغه هېواد ته ځي.
عصمت وردک یو تن افغان سوداګر په دې اړه آزادی راډيو ته وویل :
"موږ له پخوا نه هم قزاقستان سره دومره مشکلات نه و. خو هغه لږ هم چې و هغه حل شوه. موږ ته یې ډاډ راکړ چې وروسته له دې به په قزاقستان کې افغان سوداګرو ته هېڅ کوم مشکل نه وي."
دغه هېواد همداراز له افغانستان څخه د زعفرانو، د وچې او تازه میوې او مرمر ډبرو واردولو ته چمتووالی وښود.
قزاقستان ته د افغان ولسمشر سفر له اقتصادي او په امنیتي برخو کې د همکاریو له اړخه ډېر ګټور بلل کېږي. افغان حکومت هڅې کوي څو له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د سیمې د هېوادونو همکارۍ راجلب کړي.
راپور ـ قسیم سوله مل