د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

د پکتیا ګردېز ښار د ډېران بڼه غوره کړې


ګردېز ښاريان شکايت کوي چې د ښار له چټليو څخه په تنګ شوي دي او په خبره يې ښاروالۍ خپل مسوليت نه ادا کوي او ښاريان وايي چې د کثافاتو د ډېروالي له امله يې ستونزې زياتې شوې او ان له ناروغيو سره مخ دي.

ګردېز ښاريان وايي، په ښار کې د پرتو کثافاتو نه پورته کېدو له امله دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي او په وينا يې که هر څوک په لومړي ځل له هر لوري دغه ښار ته داخل شي، داسې فکر به وکړي چې د کثافاتو ډېران ته راغلي دي.

د ښار دوکانداران او سوداګر وايي، دوی په خپل وخت ښاروالۍ ته ماليه او د ښاروالۍ پيسې تحويل کړي دي، خو ښاروالۍ هغه ډول چې لازمه ده د ښار صفايي ته توجه نه کوي، د ښار ځيني دوکانداران وايي:

"زه عين الدين د حضرت ګل مارکېټ دوکاندار، دغه د ښار چټلي تاسې وګورئ اوس د پسرلي موسم دی، د مارکېټونو مخې وګورئ او دغه بويونه وګورئ، دغه کثافات څوک نه پورته کوي او د ښاروالۍ مسوليت دی، موږ دوی ته پيسې ورکوو او هره تحويلي مو يې منلې ده، خو دومره څوک نشته چې د دې صفايي کارونه د دوی په غاړه کې دي او زموږ په سر دوی په څوکيو ناست دي، ولې يې نه پاکوي.

- زه ظابت منګل يم، د ښار دوکاندارنو اتحاديې معاون، داسې فکر به ونه کړې چې زه په ښار کې يم، په سلو کې ۹۵ فيصده هر څه په ښار کې مکروب ګرځېدلي دي، تاسې به داسې فکر ونه کړئ چې زه په ښار کې يم فکر به کوې په داسې کنډوالو کې يم چې ښاروالۍ هلته کثافات غورځوي، اوس خو کثافت دانۍ ډکې شوې دي او هرڅه خلک د سړکونو په غاړو غورځوي چې غټه چټلي يې جوړه کړې.

- زه د ګردېز ښار دوکاندار يم، دا څو مياشتې کيږي، ګردېز ښاروال نه لري او په ښار کې چټلۍ اوج ته رسېدلي دي، بيخي د بوی له لاسه سړی ګوزاره نه شي کولای."

دوی دا هم وايي چې له تېرو څو مياشتو راهيسې ښاروال نه لري او په پرلپسې ډول يې له ادارې د ښاروال مقررېدو او د ښار صفايي په برخه کې د تغير غوښتنه کړې، خو چا يې غږ نه دی اورېدلی.

د ګردېز ښار په مرکزي څلورلاري کې او د مارکېټونو ترڅنګ د کثافاتو ډېر غټ، ډېرانونه جوړ شوي دي چې د ښاريانو په خبره دوی به له ګڼو ناروغيو سره مخ کړي.

ابراهيم توتاخېل زیاتوي:

"بيخي په زياته کچه چټلۍ دي، ښاروال خو نه لرو، خدای دې پرې پيدا کړي او موږ له ولايتي ادارې څخه غوښتنه کوو چې د دې چټليو د لېرې کېدو غم وخوري، دلته ټولې نالۍ بندې دي او ښاروال نه لرو او په دغو ويالو کې چې اوبه بهيږي، لارې يې بندې کړې دي او په سړکونو کې خاورې خځلې اوج ته رسېدلې دي، هېڅوک خپل مسوليت نه اجرا کوي، زموږ هيله ده چې ښاروال راشي، نن ښاروال راشي سبا بيا نه وي او بيا دغسې پسې ورک وي، يو ښه کس دې راوليږي چې زموږ ښار ورسره تغير وکړي."

مدني فعالان او ولايتي شورا وکيلان هم د خلکو خبره مني وايي چې دوی دغه

د ګردېز ښار په مرکزي څلورلاري کې او د مارکېټونو ترڅنګ د کثافاتو ډېر غټ، ډېرانونه جوړ شوي دي چې د ښاريانو په خبره دوی به له ګڼو ناروغيو سره مخ کړي.
د ګردېز ښار په مرکزي څلورلاري کې او د مارکېټونو ترڅنګ د کثافاتو ډېر غټ، ډېرانونه جوړ شوي دي چې د ښاريانو په خبره دوی به له ګڼو ناروغيو سره مخ کړي.

ستونزې وينې او د ښار بڼه يو مخ بدله شوې، مدني فعال سيدجمال اصف خېل زیاتوي:

"ګردېز ښار بيخي، د يو ډېران بڼه غوره کړې ده، چټلۍ په کې اوج نقطې ته رسېدلې دي، يو څوک بايد وي چې غم يې وخوري او دا زموږ له وسه هم وتلې ده چې په اشر يې پاک کړو، ستونزه ايجادوي او خلکو ته يې بېلابېلې ناروغۍ پيدا کړې دي."

موږ هڅه وکړه چې دګردېز ښاروالۍ له مسولينو څخه د ښار نه صفايي لاملونه وپوښتو خو په ښاروالۍ کې چا نه غوښتل چې په دې اړوند خبرې وکړي؛ مګر ځينو کسانو ويل چې د ښاروال نشتوالی يې د دې باعث شوی دی چې اداره يې بېغوره شي.

داود تپان- پکتيا

XS
SM
MD
LG