د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۶ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۵۵

نن یکشنبې افغان کرکټ لوبډله له ویسټ انډیز سره مخ کیږي


د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن د هند په ناګپور ښار کې له ویسټ انډیز سره مسابقه لري.

دا لوبه د شل اوریز نړېوال جام د سوپر ټین یا لس غوره ټیمونو د سیالیو په ترڅ کې کیږي.

افغانستان په دې سیالیو کې له سریلانکا، جنوبي افریقا او انګلستان سره مسابقې کړي دي چې ټولې يې بایللي دي.

افغان کرکټ بورډ وايي، له ویسټ انډیز سره د نننۍ لوبې لپاره لازم چمتوالی لري.

د کرکټ کارپوهانو د شل اوریز جام د لسو غورو ټیمونو مسابقو ته د افغان ټیم رسیدل ستایلي او په دې باور دي چې که له ویسټ انډیز سره دا لوبه وګټي نو د افغانستان د کرکټ ټیم د پرمختګ لپاره لا نوره زمینه هم برابره کړي.

XS
SM
MD
LG